کندهار (پژوک ٢٩ سلواغه ٩٠): په مشرانو جرګه کې د کندهار استازى بسم الله افغانمل وايي، چې يوه ناپېژانده کس د سناتور په نوم د کندهار له ادارو څخه مهم معلومات ټول کړي دي.
سناتور بسم الله افغانمل نن (د سلواغې ٢٩مه) په کندهار پرېس کلب کې په دې اړه يوې خبري غونډې ته معلومات ورکړل او ويې ويل، چې د محمد اصف سرحدي په نوم يوه ناپېژانده کس د دغه ولايت له مهمو ادارو څخه معلومات ټول کړي دي.
هغه زياته کړه، دغه کس، چې ځان يې د کندهار لوړ پوړو چارواکو ته د غور ولايت اوسېدونکى او د مشرانو جرګې د دفاع کمېسيون غړى معرفي کړى، وروسته معروف او ډنډ ولسواليو ته تللى، له ولسوالانو يې معلومات را ټول کړي او بيا د ملي امنيت رياست، امنيې قوماندانۍ او اطلاعاتو او کلتور رياست ته هم ورغلى دى.
د نوموړي په وينا، په مشرانو جرګه کې د محمداصف سرحدي په نوم د مشرانو جرګې نه په تېره دوره او نه هم په اوسنۍ دوره کې انتخابي او يا انتصابي غړى شته.
دى وايي، د حکومت مهمو او حساسو ادارو ته د مشکوکو وګړو ورتګ ډېر خطرونه رامنځته کوي او دا ډول کړنې د ولايتي ادارې بې کفايتي ښيي.
افغانمل زياتوي، چې په دې اړه د مشرانو جرګې هم غبرګون ښودلى او د يوې اعلاميې په خپرولو سره يې په ډاګه کړې، چې کندهار ته تللى شخص د مشرانو جرګې غړى نه دى.
دى وايي، د کندهار له مسوولينو يې د دغه ناڅرګند شخص د ټيلېفون شمېره اخيستې او له هغه يې پوښتلي، کندهار ته د کومې مرجع له خوا د کومې موخې لپاره راغلى، خو هغه ورته ويلي، چې سهوه يې کړې او دا موضوع بيا په رسنيو کې دومره غټه نه شي.
نوموړي د ملي امنيت له ادارې وغوښتل، چې په دې اړه پلټنې وکړي، چې دغه کس په کومې کړۍ پورې تړلى او د څه لپاره کندهار ته راغلى او له لوړ پوړو چارواکو سره يې ليدلي دي.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول زلمي ايوبي په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د محمداصف سرحدي په نوم راغلى کس پخوانى سناتور دى او دغلته د يوه موزيم د جوړولو لپاره راغلى و.
هغه زياته کړه، دغه کس د والي له خوا د اطلاعاتو او کلتور رياست ته ور پېژندل شوى، چې د موزيم پر جوړولو موافقې ته نه دي رسېدلي او بېرته تللى دى.
دى وايي، د کندهار ولايت مسوولينو دغه کس ته کوم مهم معلومات په لاس کې نه دي ورکړي.