کندهار ښار (پژواک ٢٩ سلواغه ٩٠): په کندهار کې د سولې د ولايتي شورا مشرتابه وايي، چې د وسلوالو طالبانو د کوېټې له شورا سره يې خبرې پيل کړې او تمه لري، چې ښې پايلې به ولري.
د کندهار ولايت د سولې د شورا مشر حاجي عطاء محمد احمدي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې دغه اړيکې د طالبانو د کوېټې شورا له دويم او دريم پوړ مسوولينو سره نيول شوې او څو ځلې يې ترمنځ تګ راتګ هم شوى دى.
هغه زياته کړه: ((ارتباطات فرق لري او د سولې خبرې څو مرحلې لري، د کوېټې له شورا سره زموږ خبرې په ابتدايي مرحله کې دي، اوس مهال زموږ او د هغوى ترمنځ خبرې محرمې دي او کېداى شي په اينده کې ښه نتايج ولري.))
د نوموړي په وينا، د دې ترڅنګ يې په کندهار ولايت کې د ولسواليو په کچه هم له وسلوالو طالبانو سره اړيکې نيولې دي، خو دا چې اوس د ژمي موسم دى؛ د طالبانو قوماندانان له هېواده وتلي او کسان يې په دې برخه کې تصميم نه شي نيولى.
نوموړي هيله وښوده، چې له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو په موخه پيل شوې اړيکې به ښې پايلې ولري.
په کندهار کې يو شمېر کارپوهان په دې اند دي، چې د پنجوايي د ولسوال حاجي فضل الدين اغا له وژل کېدو وروسته، چې يوه مياشت مخکې په ځانمرګي بريد کې و وژل شو، له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو لړۍ ورو شوې ده.
هغه مهال، چې نوموړى ژوندى و، د سلو په شاوخوا کې وسلوال طالبان د سولې له بهير سره يو ځاى شول، چې يو شمېر مهم قوماندانان هم په کې شامل وو.
د کندهار د سولې د ولايتي شورا مشر، حاجي فضل الدين اغا د سولې په لاره کې خپل يو ښه همکار وباله، خو دا يې و نه منله، چې د هغه په وژل کېدو دې له طالبانو سره د خبرو بهير ټکنۍ شوى وي.
هغه وويل: ((دښمن تل هڅه کوي، زموږ تکړه شخصيتونه له منځه يوسي، خو دا ډول پېښې د سولې د بهير مخه نه شي نيولى.))
نوموړي له هغو وسلوالو، چې اوس مهال د حکومت پر وړاندې جنګېږي، غوښتنه وکړه، چې د جګړې د درېدو لپاره دې د سولې له بهير سره همکاري وکړي.
د کندهار ولايت مقام هم په ولايت کې دننه او بهر له وسلوالو طالبانو او د کوېټې د شورا له غړو سره د سولې د ولايتي شورا اړيکې او خبرې تاييدوي او وايي، چې دغه چارې د هغوى ترمشرۍ لاندې مخ ته ځي.
د کندهار د والي وياند زلمي ايوبي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د سولې له ولايتي شورا سره د ولايت مقام همکاري شته او ټولې چارې په ګډه مخ ته وړي.
د کندهار د سولې ولايتي شورا داسې مهال د وسلوالو طالبانو د کوېټې له شورا سره د خبرو او اړيکو خبر ورکوي، چې په دې وروستيو کې يې په قطر کې سياسي دفتر پرانيستى او له امريکا سره يې په رسمي توګه د خپلو خبرو پيل منلى دى.
خو طالبانو تر اوسه په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
د کوېټې شورا د وسلوالو طالبانو له هغو قوماندانانو او لوړ رتبه چارواکو جوړه ده، چې ډېرى غړي يې د سوېلي زون په ولايتونو پورې تړلي او په همدې سيمه کې خپل وسلوال رهبري کوي.