ژبه

د ماين په چاودنه کې څلور عام وګړي ووژل شول

کندهار ښار ( پژواک د کب لومړۍ نېټه ٩٠ ): په کندهار ولايت کې د ماين چاودنې له امله څلور  عام وګړي ووژل شول.

د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر مسوول زلمي ايوبي د کب په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه پرون مازيګر په شاه وليکوټ ولسوالۍ د ملکي وګړيو په يوه موټر وشوه.

هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې څلور  عام وګړي وژل شوي او د هغوى د سپرلۍ موټر هم په بشپړه توګه ويجاړ شوى دى.

نوموړى وايي ، چې چاودنه د شاه وليکوټ ولسوالۍ د شېرجان په سيمه کې وشوه او په وژل شويو کسانو کې يو ماشوم هم شامل دى.

د کندهار ولايت مقام دغه چاودنه په کلکه غندلې او زياته کړې يې ده، چې وسلوال مخالفين تل  عام وګړي په نښه کوي.

په تېرکال کي د ملکي مرګ ژوبلې په اړه د ملګرو ملتونو له راپور سره سم زياته برخه ملکيان د وسلوالو مخالفينو لخوا د سړک  د غاړې ماينونو چاودنو او ځانمرګو بريدونو په پايله کې وژل شوي وو.

ورته موضوع