ژبه

په کندهار کې ٢٢ مخالفين او د نشه يي توکو قاچاق کوونکي نيول شوي

کندهار ښار (پژواک ٤ کب ٩٠): د کندهار امنيتي چارواکي وايي، چې روانه اونۍ يې په کندهار ښار او ولسواليو کې ١٣ وسلوال او د نشه يي توکو ٩ قاچاق کوونکي نيولي دي.

د کندهار ولايت د امنيه قومندانۍ د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي په خبري غونډې کې وويل، چې دغه عمليات د کندهار ښار  سربېره په ژېړۍ، پنجوايي، ميوند، ارغستان او شورابک ولسواليو کې د پوليسو له لوري ترسره شوي دي.

هغه زياته کړه، په دغو عملياتو کې ١٣ وسلوال مخالفين او ٩ تنه د نشه يي توکو قاچاق کوونکي نيول شوي، د ځينو دوسيې څارنوالۍ ته لېږدول شوې او د نورو تر څېړنو لاندې دي.

د نوموړي په وينا، د عملياتو پر مهال په سپين بولدک ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو له خوا يو ځانمرګى بريد کوونکى او يو موټربم نيول شوى او بل موټربم د ملي پوليسو له خوا د کندهار ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند د کاروان په کوڅه کې کشف او شنډ شوى دى.

اطرافي وويل، چې له نيول شوو مخالفينو او قاچاق کوونکو سره يو ځاى ٣٢ د چاودېدونکو توکو ډکې شل کېلويي ډبې، يو موټر سايکل، يو د ځانمرګي واسکټ، ٧٠٠ د پيکا مرمۍ، ٧٠ ميله تومانچې او د هغې ١٥٠٠ مرمۍ، ٣٣ ميله کلاشينکوفونه، يو ميل پيکا، يوه مخابره، ٢٨ کيلوګرامه هيرويين او ٥٦ کيلوګرامه چرس نيول شوي دي.

هغه له خلکو مننه وکړه، چې په دې برخه کې يې له امنيتي ځواکونو سره مرسته کړې او د مشکوکو کړنو په اړه يې هغوى ته پر وخت معلومات ورکړي دي.

د امنيت امر د خپلو خبرو په لړ کې په بګرام هوايي پوځي اډه کې د نړيوالو ځواکونو له خوا د قران کريم او نورو ديني کتابونو بې حرمتي وغندله او د کندهار اوسېدونکي يې وستايل، چې په سوله ييزه توګه يې خپل غبرګون وښود.

 

ورته موضوع