ژبه

کندهار (پژواک ٨ کب ٩٠): د کندهار ولايتي شورا دفتر په داسې حال کې د خپلمنځي ستونزو له امله تړل شوى، چې هره ورځ په لسګونو کسان دغې ادارې ته مراجعه کوي.

د کندهار ولايتي شورا، چې د خلکو په باور د احمد ولي کرزي تر وژل کېدو وروسته يې فعاليت ټکنى شوى، اوسمهال د اداري هيئت د تاکلو پر سر د خپلمنځي ستونزو له امله د سلواغې د مياشتې له ٢٥ مې راهيسې د خلکو پر مخ تړلې ده.

د ولسمشر حامد کرزي ورور او د کندهار د ولايتي شورا رييس احمد ولي کرزى د روان لمريز کال د چنګاښ په مياشت کې د خپل يوه ساتونکي له خوا په خپل کور کې و وژل شو.

د اصولو له مخې، هر کال بايد د ولايتي شورا د غړو تر منځ د اداري پلاوي (مشر، مرستيال، منشي) د ټاکلو په موخه ټاکنې وشي، خو د احمد ولي کرزي تر وژل کېدو وروسته د ولايتي شورا د مشرتابه چارې تر دغه مهاله د هغه د مرستيال حاجي احسان نورزي له خوا مخته وړل کېږي.

احسان نورزي له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې د تېرې مياشتې (د سلواغې ٩مه) يې د اداري پلاوي د ټاکلو په موخه د ټاکنو ورځ اعلان کړې وه، خو دا چې د ولايتي شورا يو شمېر غړي ترکيې ته په سفر تللي وو، ټاکنې يې د همدې مياشتې تر ٢٣ مې پورې وځنډولې.

هغه زياته کړه، په ټاکل شوې نېټه يې د انتخاباتو کولو تصميم نيولى و، خو په دې ورځ هم څلور تنه وکيلان حاضر نه شول او يوازې نهه تنه وکيلان حاضر وو، چې وروسته يې بيا د همدې مياشتې ٢٥مه نېټه و ټاکله او په دې موخه د ټاکنو کمېسيون، د بشر حقونو، يوناما او نور اړوندو ارګانونو استازي راغلي وو.

دى وايي: ((درې ځلې د ټاکنو کولو پرېکړه وشوه، خو درې واره د ولايتي شورا څلور غړي حاجي اغا لالى دستګيري، حاجي نعمت الله شېردلى، حاجي سيدجان خاکرېزوال او حاجي فدا محمد افغان ټاکنو ته حاضر نه شول، په داسې حال کې چې د ټاکنو د څارنې لپاره به هر ځل اړوند ارګانونه هم را غوښتل شوي وو.))

د حاجي احسان په وينا، دى خپله د ولايتي شورا د رياست، د شورا بل غړى رحمت الله خان د مرستيالۍ او بل غړى حفيظ الله مجاهد د منشي څوکيو ته کانديد وو.

د ده په خبره، په ټاکنو کې د څلورو تنو د نه ګډون لامل څرګند نه دى، چې هغوى د هغه له کاندېدۍ سره ستونزه لري او که کومه بله خبره ده.

د کندهار د ولايتي شورا غړي حاجي اغا لالي دستګيري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ټاکنې په خپله د حاجي احسان له لورې ځنډول شوې دي.

هغه زياته کړه: ((څوارلس ورځې مخکې د شورا معاون د ټاکنو پرېکړه کړې وه، خو دا چې ځيني غړي حاضر نه وو، انتخابات وځنډول شول، وروسته د شورا رياست ته چې حاجي احسان نورزى هم ورته کانديد دى، حاجي سيدجان خاکرېزوال هم ځان کانديد کړ.))

د ده په وينا، د شورا د يو شمېر غړو نظر دا و، چې حاجي احسان نورزى او حاجي سيدجان خاکرېزوال دواړه د احمد ولي کرزي کورنۍ ته نږدې کسان دي، لومړى خو دې د دواړو تر منځ ټاکنې وشي او که داسې نه وي، نو بيا دې شاولي کرزى منځګړيتوب وکړي، له يوه دي خپل ملاتړ وکړي او د شورا نور غړي به يې د خپل مشر په توګه ومني.

دى وايي، دا چې د کرزي کورنۍ په سيمه کې يوه مخوره کورنۍ ده او د کندهار وضعيت هم دغسې ايجابوي، نو د ستونزې د حل يوازېنۍ لاره د ده پورتنۍ وړانديز دى؛ ځکه د احمد ولي کرزي تر وژل کېدو وروسته شاوخوا ٧ مياشتې د هماغه په احترام ټاکنې نه دې شوې.

حاجي دستګيري زياتوي، چې د همدغه کشمکش له امله ټاکنې ځنډول شوې، چې له مخې يې د ولايتي شورا دفتر هم د خلکو پر مخ تړل شوى دى.

د کندهار ولايت ګڼ شمېر اوسېدونکي هم شکايت کوي، چې له تېرې څه مودې راهيسې د ولايتي شورا د دفتر دروازې د دوى پر مخ تړل شوې او د ستونزو د حلولو يې څوک نه شته.

د حاجي نوراحمد په نوم د کندهار ښار يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، چې تېره اونۍ يې درې ځلې خپله غوښتنپاڼه په دې موخه، چې د ولايتي شورا غړي يې ستونزه حل کړي، راوړې، خو د ولايتي شورا دفتر به تړلى وو.

د نوموړي په وينا، هره ورځ له ٥٠ تر ٦٠ مراجعين د خپلو ستونزو د هوارۍ په موخه د ولايتي شورا دفتر ته راځي، خو څوک يې د ستونزې د اورېدو نشته.

د مراجعينو له ډلې څخه يوه بل تن سيدمحمد پژواک اژانس ته وويل، له هغه مهاله چې د کندهار د ولايتي شورا مشر احمدولي کرزى وژل شوى، وکيلان په خپلو شخصي چارو بوخت شوي او د خلکو ستونزو ته پاملرنه نه کېږي.

دى وايي، بده خو لا دا ده، چې اوس د خپل منځي ستونزو له امله د شورا دفتر هم د خلکو پر مخ وتړل شو.

د کندهار د ولايتي شورا اوسنى سرپرست رييس حاجي احسان نورزى او غړى حاجي اغا لالى دستګيري هم د خلکو دا ستونزه مني او وايي، چې احمد ولي کرزى يواځې د شورا مشر نه، بلکې د هېواد په کچه يو مشر و، چې حساب ورباندې کېده.

هغوى وايي، احمد ولي کرزى په تصميم نيولو کې ډېر جدي وو، خو هغوى هم هڅه کوي تر ډېره بريده د خلکو ستونزې واوري او د حل لارې ورته ولټوي.

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول زلمي ايوبي په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل، د ولايتي شورا غړي د خلکو استازي دي او ټاکنې د هغوى داخلي موضوع ده، چې ولايت په کې هېڅ ډول مداخله نه کوي.

ورته موضوع