ژبه

په کندهار کې ٣٠ ټنه نشه يي توکي وسوځول شول

کندهار ښار (پژواک ١٤ کب ٩٠): د کندهار ولايت په دامان ولسوالۍ کې ٣٠ ټنه بېلابېل ډول نشه يي توکي له منځه يوړل شول.

 دغه نشه يي توکي چې هيرويين، مورفين، کرسټال، ترياک، چرس، کېمياوي مواد، الکولي مشروبات او نشه ورکوونکي درمل په کې شامل وو، د روان لمريز کال په اوږدو کې د امنيتي ځواکونو په ګډو او ځانګړو عملياتو کې نيول شوي وو.

 د نشه يي توکو د سوځولو پر مهال د ځانګړې کمېټې ترڅنګ له کابل څخه راغلى د کورنيو چارو وزارت مرستيال لوى پاسوال بازمحمد عابد، د پوليسو د ٤٠٤ ميوند زون قوماندان جنرال سالم احساس، د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان، د سرحدي پوليسو قوماندان، د ملي امنيت رييس، د امنيت امر او نورو شتون درلود.

 د کورنيو چارو وزارت مرستيال لوى پاسوال بازمحمد عابد د نشه يي توکو د سوځولو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ٣٠ ټنه نشه يي توکي د يوه کال په اوږدو کې د ١٤٤ بېلابېلو عملياتو پر مهال تر لاسه شوي او په تړاو يې ١٢٩ قاچاق کوونکي هم نيول شوي دي.

 هغه زياته کړه، په کندهار کې د دومره لوى شمېر نشه يي توکو نيول کېدل د هېواد د نورو ولايتونو په پرتله بې ساري دي او دا څرګندوي، چې ولايتي اداره د نشه يي توکو پر وړاندې په مبارزه کې زياته فعاله ده.

 د نوموړي په وينا، په کندهار کې د کوکنارو د اړولو تر څنګ د نشه يي توکو د کاروبار د مخنيوي په برخه کې هم د ستاينې وړ کار شوى دى.

 د کندهار والي توريالي ويسا د کورنيو چارو وزارت له راغلي پلاوي سره په ليدنه کې وويل، سږ کال پلان لري چې د نشه يي توکو د قاچاق د مخنيوي تر څنګ په پراخه کچه د کوکنارو کښتونه له منځه يوسي او په دې لړ کې به امنيتي ارګانونه د ځمکو او د کروندګرو اسناد او هويت هم ګوري.

 هغه زياته کړه، امنيتي ځواکونو تر دې مهاله په يو شمېر ولسواليو کې د کوکنارو د اړولو د کمپاين په لړ کې سلګونه جنرېترونه او واټرپمپونه ترلاسه کړي دي، چې د کوکنارو د کښتو د اوبو کولو لپاره ترې ګټه اخيستل کېده.

 د والي په خبره، امنيتي ځواکونو د ګډ کار په پايله کې د وسله والو مخالفينو مالي سرچينې او اصلي تمويلوونکي، چې د نشه يي توکو قاچاق کوونکي ګڼل کېږي، له ستونزو سره مخ کړي او په دې توګه يې د امنيت د سمون لپاره کافي کار کړى دى.

 د کندهار د ارشاد حج او اوقافو رييس مولوي نور العزيز وويل، چې د امنيتي ارګانونو ترڅنګ هغوى هم د کوکنارو پر ضد کمپاين کې برخه لري، چې په کندهار ښار او څلورو ولسواليو کې د ٨٧ ملا امامانو له لارې په جوماتونو کې د وعظ له لارې خلک د کوکنارو له کښت څخه منع کوي.

 د کندهار امنيتي چارواکو خبر ورکړى، چې سږ کال به په ټول کندهار کې د کوکنارو کښتونه له توپير پرته له منځه وړل کېږي او کرونکو ته به يې له قانون سره سم سزا ورکول کېږي.