ژبه

سږني اورښتونه دکوکنارو دکښت پر وده ښه اغېز درلودلى شي

کابل (پژواک ١٥ کب ٩٠): په يو شمېر ولايتونو کې مسوولين وايي، چې د سږني ژمي پر مهال د واورې زيات اورښت به د کوکنارو راتلونکي فصل ته زياته ګټه ورسوي.

د هوا پېژندنې د ادارې د معلوماتو له مخې، په سږني ژمي کې د هېواد په مرکزي او شمالي ولايتونو کې له تېرو ١٥ کلونو راهيسې د لومړي ځل لپاره زياته واوره شوې ده.

د کندهار ولايت د کرنې رييس انجنير احمدشاه روشن وايي، چې په روان ژمي کې د يخنۍ کچه زياته او د هېواد په ګڼو سيمو کې واورې او بارانونه شوي، چې دا د نورو کښتونو تر څنګ د کوکنارو پر کښت هم ښه اغېز کوي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې که څه هم په کندهار کې سږ کال د کوکنارو تر کښت وړاندې د دغه توکي د مخنيوي کمپاين پيل شوى، خو په هغو سيمو کې، چې د حکومت تر واک لاندې نه دي او کوکنار په کې کرل شوي وي، حاصلات به يې د تېر په پرتله ښه وي.

د نوموړي په وينا، په تېرو کلونو کې هغو خلکو، چې کوکنار يې کرلي وو، د بارانونو د کمښت له امله ښه حاصلات نه لرل.

دى وايي، د کوکنار تخمونه بېلابېل ډولونه لري، چې يو ډول تخم يې د يخ پر وړاندې مقاومت لري او دلته ښه حاصل ورکوي.

دى وايي، په ټوليزه توګه د کوکنارو کرونده ډېرو اوبو ته اړتيا لري، چې دغه روان موسم، يخني او بارانونه ورته ډېره ګټه رسوي.

د دغه ولايت د ژېړۍ ولسوالۍ د پاشمول سيمې يوه کروندګر عبدالقيوم هم پژواک اژانس ته وويل، چې اوسنى موسم د کوکنارو کښت ته ګټه رسوي.

هغه پژواک ته وويل، چې سږ کال د دوى په ولسوالۍ کې د کوکنارو د مخنيوي کمپاين تر کرلو وړاندې پيل شو، چې له امله يې ډېرو خلکو په خپلو ځمکو کوکنار نه دي کرلي.

خو دى وايي، په يو شمېر لرې پرتو سيمو کې يې، چې خلکو په خپلو ځمکو کې کوکنار کرلي، له خلکو اورېدلي، چې د روانې يخنۍ او بارانونو له امله يې حاصلات ښه دي.

د هغه په وينا، دغه موسم د ترياکو بوټي ته وده ورکوي او د حاصل پر وخت ترې زياته شېره ترلاسه کېږي.

د هلمند ولايت د کرنې رييس انجنير عبدالله احمدزى هم وايي، چې سږنۍ واورې د کوکنارو راتلونکي فصل ته ګټه رسوي، خو اوسنى کر بيا زيانمنوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې په ټوليزه توګه بارانونه او واورې د هغو سيمو کښتونو ته ګټه رسوي، چې هلته هوا ګرمه وي.

د احمدزي په وينا، په پورته يادو سيمو کې د واورو له اوښت څخه وروسته د هوا له ګرمېدو سره واوره اوبه کېږي او په ګرمو ساحو کې کاريزونه او کانالونه له اوبو ډکېږي او کروندو ته په اسانه اوبه رسيږي.

خو د کرنې رييس دا هم وويل، چې له اندازې زياتې اوبه بيا د کوکنارو فصل ته زيان رسوي، ځکه چې دا بوټى نازک دى.

د هلمند د نادعلي ولسوالۍ يوه کروندګر علم ګل بيا وايي، چې په کاريزونو کې د اوبو له زياتېدو څخه ځمکه نم اخلي او دغه نم بيا پر کښت ښه اغېزه کوي.

هغه زياته کړه: ((چېرې چې کښت ته ښې اوبه ورسيـږي او ځمکه يې نم ولري، نو کروندې ښې په تندرستۍ لويېږي.))

د نادعلي ولسوالۍ يو بل كروندګر عبدالصمد وايي، باران او زياتې اوبه په ټولو فصلونو او په ځانګړې توګه د كوكنارو پر فصل ډېر ښه لګيږي، طبيعي مرضونه يې له منځه ځي او ژر وده كوي.

نوموړى وايي: ((زموږ د تجروبو له مخې، په ساړه كال كې كوكنار ښه حاصلات وركوي، كېداى شي راتلونکى کال كروندګر ښه حاصلات ترلاسه كړي.))

د ننګرهار د کرنې رييس انجنير محمد حسين هم وايي، چې سږني اورښتونه د کوکنارو راتلونکي فصل ته ګټه رسوي؛ ځکه چې له زياتې واورې سره ځمکه زيم نيسي.

خو هغه زياتوي، په هغو سيمو کې، چې واوره په کې ډېره شوې وي، هلته د کوکنارو فصل زيانموي، خو کومې سيمې چې له واورو څخه لرې وي او اوبه يې ترلاسه کوي، هلته بيا ګټه کوي.

د دغه ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ د کوز بيار يو کروندګر رحمت الله وايي، د دوى کروندې، چې په کې کوکنار هم شامل دي، د خوړ له اوبو څخه اوبه کېږي.

هغه زياتوي، کله چې پر غرونو ډېره واوره وشي، نو بيا په خوړ کې اوبه ډېرې وي او د دوى کروندو ته پر وخت اوبه رسيـږي، چې له امله يې ښه حاصل ترلاسه کوي.

د کرنې وزارت هم ويلي، چې سږنۍ واورې او اورښتونه به په هېواد کې د وچکالۍ په له منځه تلو کې مرسته وکړي او په کرنيزو حاصلاتو کې به زياتوالى راشي.

ورته موضوع