ژبه

چاودنې څلورو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

کندهار (پژواک ١٩ کب ٩٠):  د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې  په يوه چاودنه کې يو تن عام وګړى وژل شوى  او درې نور ټپيان  دي .

د کندهار ولايت مطبوعاتي مسوول زلمي ايوبي ، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنه نن مازيګر شاوخوا څلور بجې د يادې ولسوالۍ د ابراهيم خليفه بابا زيارت سيمه  کې شوې ده .

هغه وويل چې چاودېدونکي توکي په يو موټرسايکل کې ځاى پرځاى شوي و.

د هغه په وينا يادې سيمې ته خلک د جمعې په ورځ د ميلې لپاره راټولېږي او په نننۍ چاودنه کې وژل شوى او ټپيان هم هلته د ميلې لپاره تللي وو.

د ايوبي په وينا په پېښه کې ټپي شوي کسان د کندهار ميروېس روغتون ته لېږدول شوي دي.