ژبه

کندهار ښار (پژواک ٢٧ کب ٩٠): د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې د کوکنارو اړولو کمپاين د کب په ٢٧مه، پيل شو.

 د کوکنارو اړولو په دغه کمپاين کې د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا، د ميوند ولسوال صالح محمد، د ولايتي شورا يو شمېر غړو، د ملي اردو او ملي پوليسو مسوولينو برخه اخيستې وه.

 ډاکټر توريالي ويسا په ميوند ولسوالۍ کې د کوکنارو اړولو د کمپاين پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې حکومتي واک د کندهار تر ټولو سيمو رسېدلى او سږ کال به د دې ولايت په هره سيمه کې د کوکنارو کښتونه له منځه يوړل شي.

 هغه زياته کړه: ((دولتي حاکميت د کندهار ټولو ١٧ ولسواليو ته غځول شوى او امنيتي ځواکونه د دې وړتيا لري، چې د ستونزو او خنډونو پرته د کوکنارو کښت له منځه يوسي.))

 د نوموړي په وينا، په دې لړ کې د ټولو ولسواليو ولسوالانو او امنيتي چارواکو ته دنده ورکړل شوې، چې له هرې ممکنه لارې د کوکنارو کښت له منځه يوسي او له کرونکو سره يې قانوني چلند وکړي.

 د ميوند ولسوال صالح محمد نورزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سږ کال په دې ولسوالۍ کې کمه اندازه کوکنار کرل شوي دي.

 هغه زياته کړه، د سيمې اوسېدونکو او قومي مشرانو ژمنه کړې، چې د کوکنارو په له منځه وړلو کې به له سيمه ييزې ادارې سره مرسته کوي.

 نوموړي د خپلو خبرو پر مهال له مرکزي ادارې او ولايت څخه وغوښتل، چې د حکومتدارۍ او بيارغونې په برخو کې دې ولسوالۍ ته پاملرنه زياته کړي؛ ځکه دغه سيمه د تېرو څو کلونو پر مهال د نشه يي توکو د قاچاق کوونکو او وسلوالو مخالفينو د خپل پټنځاى په توګه کاروله.

 ميوند ولسوالۍ د کندهار ښار لوېديځ لوري ته په نږدې ٤٠ کيلومترۍ کې پرته ده، چې په دې وروستيو کې د پوځي عملياتو په پايله کې له وسلوالو مخالفينو پاکه شوه.

 دغه ولسوالۍ د کندهار د هغو ولسواليو په سر کې راځي، چې د نورو په پرتله په کې کوکنار ډېر کرل شوي او ان يو شمېر کسانو دولتي ځمکې غصب او کوکنار يې په کې کرلي دي.

ورته موضوع