کندهار ښار (پژواک ٢ ورى ٩١): د فرانسې په يوه يهودي ښوونځي کې د اووه ماشومانو وژونکى محمد ميرا په کندهار محبس کې د بندې شپې سبا کړې دي.
د کندهار د محبس امر سمونوال غلام فاروق د کب په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د محمد ميرا په نوم دغه تن په ١٣٨٦ لمريز کال کې د لړم په ٢٨مه، په کندهار ښار کې د ماين خښولو په تور د ملي امنيت له خوا نيول شوى و.
هغه زياته کړه چې محکمې، محمد ميرا ته د درېيو کالو بند سزا ورکړې وه او د کندهار په محبس کې يې د بند شپې سبا کولې.
سمونوال غلام فاروق وايي چې د ١٣٨٧ لمريز کال د غبرګولي په ٢٤مه، چې وسلوالو مخالفينو پر محبس ځانمرګى بريد وکړ او ٩٠٤ بنديان وتښتېدل، نو محمد ميرا هم له دې موکه څخه په استفادې له زندان څخه وتښتېد.
د نوموړي په وينا، محمد ميرا چې فرانسوى تابعيت لري، مور يې د افريقايي هېواد الجزاير اوسېدونکې او پلار يې فرانسوى دى.
هغه وايي، چې دى د القاعدې په مرسته افغانستان ته راغلى و.
محمد ميرا پرون د فرانسې په سوېلي ښار ټولوز کې يوه يهودي ښوونځي ته ننوتلى و، د ښوونکو او زده کوونکو په ګډون يې اووه کسان وژلي و.
نوموړي ويلي، چې دا کار يې په فلسطين کې د اسراييلو له خوا د بې ګناه مسلمانانو د غچ اخيستلو په غبرګون ترسره کړى دى.
د فرانسې پوليسو هغه کور کلابند کړى، چې محمد ميرا په کې پټ شوى او ورسره يې خبرې پيل کړې دي، څو ځان پوليسو ته وسپاري.