کندهار ( پژواک ٣ ورى ٩١ ) : که څه هم د کندهار د عمومي محبس مدير منلې وه، چې د اوو فرانسوي ماشومانو وژونکي په کندهار محبس کې د بند شپې تېرې کړې وې، خو د دې ولايت مطبوعاتي دفتر دا خبره ردوي.
محمد ميرا چې فرانسوى تابعيت لري، مور يې د افريقايي هېواد الجزاير اوسېدونکې او پلار يې فرانسوى دى او د القاعدې په مرسته څه موده مخکې افغانستان ته راغلى و.
نوموړى وړمه ورځ د فرانسې په سوېلي ښار ټولوز کې يوه يهودي ښوونځي ته ننوتلى و، د ښوونکو او زده کوونکو په ګډون يې اووه کسان وژلي و.
د کندهار ولايت د محبس مدير سمونوال غلام فاروق تېره ورځ پژواک خبري اژانس ته منلې وه، چې د فرانسې په يوه يهودي ښوونځي کې د اووه ماشومانو وژونکى محمد ميرا په کندهار محبس کې د بندې شپې سبا کړې دي.
د کندهار د محبس امر سمونوال غلام فاروق زياته کړې وه، چې د محمد ميرا په نوم دغه تن په ١٣٨٦ لمريز کال کې د لړم په ٢٨مه، په کندهار ښار کې د ماين خښولو په تور د ملي امنيت لخوا نيول شوى و.
هغه ويلي و، چې محکمې، محمد ميرا ته د درېيو کالو بند سزا ورکړې وه او د کندهار په محبس کې يې د بند شپې سبا کولې.
سمونوال غلام فاروق وايي ،چې د ١٣٨٧ لمريز کال د غبرګولي په ٢٤مه، چې وسلوالو مخالفينو پر محبس ځانمرګى بريد وکړ او ٩٠٤ بنديان وتښتېدل، نو محمد ميرا هم له دې موکې څخه په استفادې له زندان څخه وتښتېد.
خو د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول زلمي ايوبي نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د محمد ميرا په نوم فرانسوى په کندهار کې زنداني شوى نه دى.
هغه زياته کړه، په کندهار کې د ټولو عدلي، قضايي او امنيتي ارګانونو د ثبت او راجستر پر اساس تر دې مهاله د محمد ميرا په نوم هيڅ فرانسوى تبعه نه دى نيول شوى.
نوموړى وايي: ((د محمد ميرا په نوم دغه کس چې الجزايري الاصله فرانسوى بلل شوى، زموږ د ثبت د کتابونو پر اساس په تېره يوه لسيزه کې په کندهار کې نه دى نيول شوى.))
خو د کندهار د عمومي محبس مدير سمونوال غلام فاروق نن له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، چې د محبس په شته اسنادو کې دا نه دي ليکل شوي، چې محمد ميرا افغان و او که فرانسوى؟
هغه دا هم وويل، چې يواځې يې د دوسيې اړوند کاغذونه پاتې دي، نو ځکه يې په اړه په دقيقه توګه څه نه شي ويلى.
محمد ميرا پرون د فرانسې په سوېلي ښار ټولوز کې يوه يهودي ښوونځي ته ننوتلى و، د ښوونکو او زده کوونکو په ګډون يې اووه کسان وژلي و.
نوموړي ويلي، چې دا کار يې په فلسطين کې د اسراييلو له خوا د بې ګناه مسلمانانو د غچ اخيستلو په غبرګون ترسره کړى دى.