کندهار(پژواک ٣ ورى ٩١): سيمه ييز مسوولين وايي،چې په کندهار ښار کې نن چاودنه رامنځته شوه،چې مرګ ژوبله يې له ځانه سره نه درلوده، خو د ميرويس روغتون يوه ډاکټر د درېيو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
دکندهار د والي وياند زلمي ايوبي پژواک خبري اژانس ته وويل،چې دا پېښه نن (د وري ٣مه ) دمازيګر شاوخوا ٤:٣٠ د ماين د چاودنې له امله رامنځته شوه.
هغه زياته کړه، پوليسو غوښتل دا ماين چې د کندهار ښار د اومې او شپاړلسمې ناحيو ترمنځ د دوراهي په سيمه کې ايښودل شوى و،شنډ کړي ، چې وچاودېد.
ايوبى وايي،دا ماين چې د امنيتي کاروانونو د الوځولو لپاره د دولت د وسلوالو مخالفينو له لوري خښ شوى و، په چاودنه کې يې چا ته زيان نه دى اوښتى.
خو دکندهار ښار د ميرويس روغتون يوه ډاکټر پژواک اژانس ته وويل،چې له دې پېښې څخه دوى ته درې ټپيان وروړل شوي دي.
نوموړي زياته کړه،چې ټول ټپيان نارينه او ټپونه يې برسېرن دي.
د بريد مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه ده اخيستى .
د يادونې وړ ده،چې تېره اونۍ د کندهار ښا ر په دويمه ناحيه کې( افغان – ترک ) لېسې ته څېرمه د موټرسايکل بم په چاودنه کې،دملي امنيت يو کارمند ووژل شو او دوه نور يې له يوه عام وګړي سره ټپيان شول،چې د چادونې مسووليت طالبانو پر غاړه اخيستى و.