ژبه

امريکا د پنجوايي د قربانيانو کورنيو ته پيسې ورکړې

کندهار ښار (پژواک ٦ ورى ٩١): د کندهار د ولايتي شورا يو غړى وايي، چې د امريکا حکومت د پنجوايي پېښې د هر مړي پر سر د نږدې ٥٠ زره امريکايي ډالرو مرسته کړې ده.

يوه امريکايي سرتېري دوه اونۍ مخکې د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د زنګ اباد د نجيبانو او الکوزو د کليو په څو کورونو کې پر عامو خلکو بريد وکړ، د ٩ ماشومانو په ګډون يې ١٧ عام وګړي و وژل او ٦ نور يې ټپيان کړل.

له دې پېـښې وروسته د ولسمشر حامد کرزي په ګډون ولسي جرګې او د سيمې خلکو سخت غبرګون وښود او له کليو څخه يې د امريکايي سرتېرو د ايستلو او په افغانستان کې د تورن امريکايي سرتېري د محاکمې غوښتنه وکړه.

د کندهار د ولايتي شورا غړى او د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکى حاجي اغا لالي دستګيري د وري په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د امريکا د حکومت يوه پلاوي د کندهار په هوايي ډګر کې د پنجوايي د پېښې د قربانيانو له کورنيو سره ليدلي دي.

هغه زياته کړه، چې ياد امريکايي پلاوي د هر وژل شوي تن پر سر نږدې ٥٠ زره او هر ټپي ته يې ١١زره ډالر ورکړي دي.

نوموړى وايي، چې دا پيسې د وژل شوو کسانو د تاوان په توګه نه دې ورکړل شوې، بلکې دا يوه مرسته ده او د پنجوايي خلک اوس هم د امريکايي سرتېري محاکمه غواړي.

د اغا لالي په وينا، له دې مخکې ولسمشر حامد کرزي هم د هر وژل شوي تن پر سر سل زره افغانۍ او د کندهار امنيه قوماندان هم له خپل شخصي جيب څخه مرسته کړې ده.

د پنجوايي اوسېدونکى محمد وزير وايي، چې په ياده پېښه کې يې د کورنۍ ١١ غړي وژل شوي او ملا باران، چې ورور يې وژل شوى دى، له پژواک سره د يادې مرستې په اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

د کندهار د مطبوعاتي دفتر مسوول زلمي ايوبي له دې مرستې بې خبري وښوده.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې که مرسته شوې هم وي، نو ځايي اداره په جريان کې شوې نه ده.

پر ٣٨ کلن رابرټ بېلز، چې د ١٧ بې ګناه افغانانو قاتل دى، وړمه ورځ په رسمي توګه د دغې وژنې تور پورې شو او اوس په امريکا کې تر عدلي تعقيب لاندې دى.

ورته موضوع