کندهار ښار (پژواک ١٤ ورى ٩١): په کندهار کې نن غرمه د ملي اردو پر سرتېرو چاودنه شوې، چې له امله يې دريو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د امنيه قوماندان سکرتر، غورځنګ د وري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودنه نن غرمه څه کم يوه بجه د ښار د څلورمې ناحيې اړوند د ده خواجه په سيمه کې وشوه.
هغه زياته کړه، چې چاودېدونکي توکي پر يوه بايسکل اېښودل شوي وو، کله چې د ملي اردو د سرتېرو رينجر موټر له سيمې د تېرېدو په حال کې و، د ريموټ کنټرول په وسيله پرې چاودېدلى دى.
غورځنګ وايي، چې په دې چاودنه کې يو سرتېرى ووژل شو او دوه نور ټپيان شوي دي.
د نوموړي په وينا، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.
تر اوسه د چاودنې مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.
د يادونې ده، چې تېر ماښام په کندهار ښار کې د وسلوالو او پوليسو ترمنځ نښته کې له دواړو لوريو څلور تنه وژل شوي وو.