ژبه

ناټو ته تېل لیږدوونکی څلور موټر چلوونکي ووژل شول

کندهار ( پژواک ۱۷ وری ۹۱ ) : په کندهار ولایت کې له چاودنو وروسته ناټو ځواکونو تیل لیږدوونکی څلور موټر چلوونکی  ووژل شول او  دتیلو شپږ ټانکر سوځیدلي دی.

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر لخوا دوري په ۱۷مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوی خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا پيښه نن مازیګر د سپین بولدک پر لویه لاره هوایي ډګر ته نزدې د تیلو دټانکرو په یوه تم ځای کې رامنځته شوه.

سرچینې زیاته کړې چې په تم ځای کې ددوو چاودنو له امله د تیلو په ټانکرو کې اور ولګید او ناټو ځواکونو د تیلو شپږ ټانکر وسوځیدل.

خبرپاڼې زیاته کړې چې داور له امله درې تنه موټر چلوونکي ټپي شوي دي، چې روغتون ته ددرملنې په موخه لیږدول  شوي دي.

په کندهار کې د ۲۰۴ میوند زون پولیسو قوماندانۍ ویاند حکمت الله  پژواک خبري اژانس ته وویل چې چاودیدونکي توکي په یوه زرنج موټر سایکل کې ځاب پر ځای شوي وو او در یموټ کنټرول په وسیله ورته چاودنه ورکړی شوه.

هغه زیاته کړه چې په دې چاودنه کې څلور موټر چلوونکي وژل شوي ، څلور ټپیان دي او ۶ موټر هم سوځیدلي دي.

خو دکندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر مسوول زلمي ایوبي پژواک اژانس ته وویل چې اور د چاودنې له امله نه بلکې هلته دلاپرواهۍ له امله لګیدلی و.

نوموړي وویل چې په دې پيښه کې یو ټانکر سوځیدلی، دوه زیانمن شوي او یو چلوونکی ټپي شوی دي.