ژبه

په ارغنداب کې يو تړل شوى ښوونځى بېرته فعال شو

کندهار ښار (پژواک ٣١ ورى ٩١): د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې يو تړل شوى ښوونځى، چې له تېرو درېيو کلونو راهيسې تړل شوى و، بېرته فعال شو.

د غازي محمد اکبرخان په نوم دغه ښوونځى د ارغنداب په ميان شوهين کلي کې دى، چې نن (د وري ٣١ مه) يې د پرانيستنې په مراسمو کې د کندهار د پوهنې رييس شېر اقا ساپي، د پرمختيايي شورا رييس، د سيمې اوسېدونکو او زده کوونکو ګډون کړى و.

د کندهار د پوهنې رييس شېر اقا ساپي پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه ولايت کې يې د نا امنيو او نورو ستونزو له امله د تړل شوو ښوونځيو د بيا فعالولو هوډ کړى دى.

نوموړي زياته کړه، چې په دې لړ کې يې نن په ارغنداب کې د غازي محمد اکبر خان په نوم لېسه بيا پرانيستله، چې تېر درې کلونه د امنيتي ستونزو له امله تړل شوې وه.

د هغه په وينا، په دغې ولسوالۍ کې يې د ښوونې او روزنې د بهير د چټکتيا په موخه د ښوونځيو د کنټرول کمېټه جوړه کړې، چې تر دغه مهاله يې ګڼ تړل شوي ښوونځي بېرته پرانيستي دي.

د ارغنداب ولسوالۍ د پرمختيايي شورا رييس حاجي محمد سلطاني هم له دغې کمېټې مننه وکړه، چې د بندو ښوونځيو په بيا پرانيستو کې يې ډېر کار کړى دى.

هغه د سيمې له خلکو هم وغوښتل، چې د ښوونځي د ودانۍ او نورو عامه تاسيساتو ساتنه وکړي او خپل ماشومان د زده کړې لپاره دغه ښوونځي ته ولېږي.

د غازي محمداکبر خان د لېسې مدير همکار د ښوونځي په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، چې په دغه ښوونځي کې اوسمهال د نږدې کليو ١٨٠ ماشومان زده کړې کوي، چې دوه ښوونکي، يو سرښوونکى او يو مدير لري.

هغه د پوهنې د رياست له مسوولينو د دغه ښوونځي د پخوانۍ ودانۍ د جوړولو غوښتنه وکړه، چې په دې توګه به د سر شوهين، کوز شوهين، ميان شوهين، خسرو او ترکو کلا د کليو ماشومانو ته د زده کړې امکانات او ځاى برابر شي.

څو ورځې وړاندې د همدې ولسوالۍ په منصور اباد او محمديعقوب کليو کې هم دوه تړل شوي ښوونځي بېرته فعال شوي وو.

د کندهار د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، چې په دغه ولايت کې ټولټال ٣٧٨ ښوونځي شته، چې له دې ډلې ١٣٨يې اوس هم تړلي پاتې دي او اړوند مسوولين يې د روان کال تر پايه د بېرته پرانيستلو ژمنه کوي.

په دې توګه اوسمهال د ټول کندهار په کچه د زده کوونکو شمېر له ١٢٨زرو څخه ١٦٢زرو ته لوړ شوى، چې دغو نارينه او ښځينه زده کوونکو ته د ٤٥٠٠ ښوونکو له خوا د تدريس چارې پر مخ وړل کېږي.

ورته موضوع