ژبه

په ١٣٩٠ کال کې د کندهار د ګمرک عوايد څه باندې دوه ميليارده افغانۍ وو

کندهار ښار (پژواک ٣١ ورى ٩١): د کندهار ولايت د ګمرک چارواکي وايي، چې په ١٣٩٠ لمريز کال کې يې څه باندې دوه نيم مليارده افغانۍ عوايد ټول کړي.

دوى هيله څرګندوي، چې که د پاکستان په کراچۍ کې د افغان سوداګرو د ترانزيټ ستونزه هواره شي، نو په روان کال کې به يې عوايد نور هم لوړ شي.

د کندهار د ګمرک رييس حاجي عزيزالله جلالزي نن (د وري ٣١مه) له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې په ١٣٩٠لمريز کال کې يې دوه ميليارده ٥١١ ميليونه او ١٢٥زره افغانۍ عوايد درلودل.

هغه زياته کړه، چې په دغه کال کې يې په عوايدو کې يوه اندازه کمښت راغلى، په داسې حال کې چې په ١٣٨٩ لمريز کال کې يې ټول عوايد ٢ ميليارده ٥٨٩ ميليونه او ٩٧٦ زره افغانۍ وو.

نوموړي د ګمرک په عوايدو کې کې دغه کمښت د هغو بنديزونو له امله وګاڼه، چې پاکستاني چارواکو په کراچۍ کې د افغان سوداګرو د سوداګريزو توکو پر لېږد بنديز لګولى و.

د افغان سوداګرو د ملي اتحاديې د معلوماتو له مخې، په تېر کال کې د افغان سوداګرو له ٤٠٠٠ زيات کانټينره سوداګريز توکي د پاکستان په کراچۍ بندر کې د بېلابېلو اداري ستونزو له امله د اوږدې مودې لپاره درول شوي وو.

جلالزى وايي، چې دغې ستونزې د کندهار د ګمرک پر عوايدو منفي اغېز وکړ او د عوايدو کچه يې را ټيټه کړه؛ ځکه چې ډېرو سوداګرو خپل بهرني سوداګريز توکي د اسلام کلا او چابهار له بندرونو هېواد ته را واردول.

د ده په خبره، د ترلاسه شوو عوايدو زياته برخه له پاکستان هېواد څخه د را واردو شوو خوراکي توکو، ساختماني موادو، سمينټو او نورو څخه اخيستل شوې ده.

د کندهار د ګمرک رييس د سوداګرو د هغې ستونزې په اړه، چې سوداګريز توکي يې د محصول پر مهال له ځنډ سره مخ کېږي، وويل، چې اوس دغه ستونزه هواره شوې ده.

د هغه په وينا، له هغو سوداګريزو توکو پرته، چې د درېيمې ادارې سرټيفکېټ ته اړتيا لري، لکه خوارکي توکي او درمل، د نورو ټولو سوداګريز توکو د محصول پروسه په ډېر لږ وخت کې ترسره کېږي.

نوموړي زياته کړه: ((يواځې د خوارکي توکو او درملو محصول لږ ډېر وخت غواړي؛ ځکه چې دغه توکي بايد تر محصولېدو وړاندې د عامې روغتيا رياست له لورې کره او تثبيت شي.))

په سپين بولدک ولسوالۍ کې د ګمرک د نوې ودانۍ د جوړېدو په اړه هغه وويل، چې لومړني کارونه او سروې يې پيل شوې، خو عملي کار لا نه دى پيل شوى.

په سپين بولدک ولسوالۍ کې له ګډې پولې سره په صفر نقطه کې د کاناډا هېواد د ٢٥ ميليونه ډالرو په لګښت د ګمرک پرمختللې ودانۍ جوړېږي، چې دغه ډول ودانۍ له دې مخکې په شېر خان بندر، تورخم او اسلام کلا کې هم جوړې شوې دي.

جلالزى وايي، په دغې ولسوالۍ کې به د نوې ودانۍ په جوړېدو سره له محصول څخه د سوداګريزو مالونو د تېښتې مخنيوى وشي؛ ځکه اوسنۍ ودانۍ له ګډې پولې ډېر واټن لري.

نوموړي په روان لمريز کال کې د خپلو نوو پرمختيايي پلانونو په اړه وويل، چې د کندهار د ګمرک په ودانۍ کې به د ګمرکي چارو لپاره نوې ودانۍ او د موټرونو لپاره تم ځاى جوړوي؛ ځکه چې اوس مهال په ژمي کې د بارانونو او په اوړي کې د ډېرې ګرمۍ له امله خلک له ستونزو سره مخ دي.

هغه دغه راز خبر ورکړ، چې که د پاکستان په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو پر سوداګريزو توکو وضع شوې موانع لېري شي، نو په روان کال کې به د کندهار د ګمرک عوايد لوړ شي.

ده وويل، چې په دې وروستيو کې د کندهار په ګمرک کې د اسکوډا (ASYCUDA) سيسټم هم فعال شوى، چې په انټرنيټ او کمپيوټرونو سمبال دى او څوک نه شي کولاى، چې د ګمرکي چارو په پلې کېدونکو پړاوونو کې درغلي وکړي.

دغه سيسټم، چې په کندهار کې په دې ورستيو کې فعال شوى، مخکې د کابل په ګډون د ننګرهار، هرات او نيمروز ولايتونو په ګمرکونو کې هم فعال شوى دى.

جلالزى وايي، دغه سيسټم د ګمرکاتو په کارونو کې اسانتياوې راولي، له ګمرکاتو څخه د ناقانونه مالونو د تېرولو مخنيوى کوي او د عوايدو په لوړولو کې مثبت رول لري.

کندهار له کوټې سره پر ګډه پوله پروت ولايت دى، چې د خپل موقيعت له مخې له ډېر پخوا څخه د صادراتو او وارداتو په برخه کې سوداګريز ارزښت لري.

ورته موضوع