ژبه

دايساف ٣ سرتېري ټپيان او ٨ وسلوال وژل شوي

کندهار (پژواک ٧ غويى ٩١): د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د ماين چاودنې د ايساف درې سرتېري ټپيان کړي، بلخوا امنيتي چارواکي په سپين بولدک ولسوالۍ کې د ٨ وسلوالو مخالفينو د وژلو خبر ورکوي.

د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې نن سهار د ايساف د ګزمې پر موټرونو د سړک غاړې ماين چاودنه شوې ده.

 د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پېښه د دغې ولسوالۍ په دواب سيمه کې شوې، چې د ايساف درې سرتېري يې ټپيان کړي دي.

 په کندهار کې د ايساف مطبوعاتي دفتر د چاودنې پخلى کوي، خو د زيان په اړه يې معلومات نه ورکوي.

 وسلوالو طالبانو د دغې چاودنې مسووليت منلى او ويلي يې دي، چې د دوى له خوا په دې چاودنه کې پنځه بهرني سرتېري وژل شوي دي.

 بلخوا د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې سرحدي پوليسو عمليات کړي او پر مهال يې ٨ وسلوالو طالبان وژلي دي.

 د کندهار امنيه قوماندان او د درېيم سرحدي زون درستيزوال مل پاسوال عبدالرازق اڅګزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سرحدي پوليسو تېره شپه د سپين بولدک ولسوالۍ د اډې په غره کې عمليات کړي دي.

 هغه زياته کړه، په دغو عملياتو کې اته وسلوال مخالفين وژل شوي او له هغوى څخه ٦ موټرسايکلونه، يوه اندازه وسلې او چاودېدونکي ترلاسه شوي دي.

 د سپين بولدک ولسوال حاجي عبدالغني هم عمليات تاييدوي او وايي، چې د وژل شوو مخالفينو مړي نن سهار د هغوى کورنيو ته سپارل شوي دي.

 وسلوالو طالبانو تر دې مهاله د يادې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

 

ورته موضوع