ژبه

دکندهار د والي ساتونکو دوه ځانمرګي بريدکوونکي ووژل

کندهار ښار ( پژواک ٩ غويى ٩١ ) : د کندهار ولايت مقام  مطبوعاتي دفتر وايي، چې ددوو ځانمرګيو بريدوونکيو او د والي دساتونکو ترمنځ جګړه له دواړو لوريو څخه څلور تنه وژل شوي دي.

د ولايت مقام ددفتر رييس  پرويز نجيب  د غويي په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې له غرمې مخکې په شاوخوا يوولسو بجو  دوه ځانمرګي بريد کوونکي، چې په وسلو هم سمبال وو، په ساده جامو کې ولايت مقام ته ننوتل.

هغه زياته کړه ، دوى هڅه کوله، چې د ودانۍ خونو ته ننوځي، خو د والي له شخصي ساتونکو سره په نښته کې راښکېل شول.

 نجيب وايي ، چې له نږدې يوه ساعت نښتې وروسته دواړه بريدکوونکي ووژل شول ، خو په دې نښته کې د والي دوه ساتونکي هم وژل شوي او يو تن يې ټپي شوى دى.

د نجيب په وينا، والي توريالى ويسا په ودانۍ کې خوندي دى او هغه ته هېڅ زيان نه دى اوښتى.

ويل کېږي ، چې د ولايت مقام په ودانۍ کې يو شمېر لوړ پوړي چارواکي هم شتون لري.

په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.

ورته موضوع