کندهار (پژواک ٩ غويى ٩١): د کندهار والي وايي چې د ځانمرګو بريدګرو په بوټونو کې وړې تومانچې ځاى پر ځاى کړې وې او د بريد موخه يې خپله دى و.
د کندهار والي پوهنوال ډاکتر توريالي ويسا او امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرازق اڅکزي د ولايت مقام د ننني وسلوال بريد په اړه د غويي په ٩مه له غرمې وروسته په يوه ګډه خبري ناسته کې خبريالانو ته معلومات ورکړل.
والي ډاکتر توريالي ويسا وويل، چې نن غرمه شاوخوا ١١ بجې دوه تنه، چې ډېرې وړې تومانچې يې په خپلو بوټونو کې ځاى پر ځاى کړې وې، د ولايت مقام ته ننوتلي وو.
هغه زياته کړه: ((دغه وسلوال تر دوو تلاشيو راتېر شوي وو او د ولايت مقام په مخ کې د امنيتي ساتونکو له خوا تشخيص او د دواړو خواوو تر منځ جګړه رامنځته شوه.))
د نوموړي په وينا، په دغې وسلواله جګړه کې د ولايت مقام دوه ساتونکي پوليس ووژل شول، يو بل ټپي دى او دواړه وسلوال بريد کوونکي هم له منځه يووړل شول.
دى وايي، همدغه مهال په ولايت مقام کې د اداري اصلاحاتو له خوا د مامورينو د ګومارلو ازموينه هم روانه وه، خو نور چا ته کوم زيان نه دى اوښتى.
والي زياتوي: ((د بريد کوونکو له ډلې د جاوېد په نوم يو تن، يوه اونۍ مخکې د دې لپاره چې د خپل بريد لپاره لاره چارې وګوري او ځان ښه بلد کړي، ولايت مقام ته يې د خپل بندي ورور د خلاصون په موخه يوه عريضه هم راوړې وه.))
په دې عريضه کې د همدغه بريد کوونکي جاوېد له خوا ليکلي وو : ((زما ورور شفيع ولد حاجي عبدالله دوه کاله مخکې خارجيانو له خپلو کور څخه بيولى او اوس د بګرام په محبس کې بندي دى، موږ د سولې د پروسې ملاتړ کوو او د سولې عالي شورا ته د خپلې ځمکې قباله په ضمانت ورکوو، هيله ده زما ورور د سولې د پروسې په رڼا کې را خوشې شي.))
د کندهار امنيه قوماندان مل پاسول عبدالرازق اڅکزي هم د پېښې په اړه معلومات ورکړل او د دې پوښتنې په ځواب کې، چې له سختو امنيتي تدابيرو سربېره څرنګه وسلوال له وسلو سره ولايت مقام ته ننوځي؟ وويل: ((زموږ د تلاشۍ له کسانو څخه تر يوه ځايه غفلت شوى دى.))
خو هغه زياته کړه، چې مخالفينو په دغه بريد کې له نوي تاکتيک څخه کار اخيستى، هغوى ډېرې وړې تومانچې په خپلو بوټونو کې په ډېر مهارت سره ځاى پر ځاى کړې وې، هغوى تر يوې تلاشۍ او دويم ځاى د سکن تر ماشين هم وتلي وو، خو د ولايت مقام په مخ کې د درېيمې تلاشۍ پر مهال له امنيتي ساتونکو سره په جګړه ونښتل.
دى وايي، بريد کوونکو لومړى يو پوليس وژلى او د هغه له کلاشينکوف نه په استفادې مقاومت کاوه، چې وروسته نور پوليس هم ولايت مقام ته ور ورسېدل او دواړه بريد کوونکي يې ووژل.
د نوموړي په وينا، ولايت مقام ته څېرمه هم مهاله يو سراچه موټر او زرنج موټرسايکل هم له چاودېدونکو توکو ډک درول شوي وو، خو له چاودنې وړاندې د دوى له خوا کشف او خنثى کړل شو.
د ده په وينا، بريد کوونکو سراچه او زرنج د دې لپاره هلته درولي وو، چې له بريد کوونکو سره د مقابلې لپاره د نور ځواک له را رسېدلو وړاندې به چاودنه ورکوي او هغوى به بوخت ساتي.
دى وايي، د امنيتي ساتونکو لپاره دا بده خبره ده، چې له عريضه کوونکو او نورو مراجعينو څخه بګړۍ او يا بوټونه لرې کړي، د ده په خبره، وسلوال مخالفين له داسې تکتيکونو کار اخلي، چې غواړي د هغو په کولو سره پوليس نام بدي کړي.
خو رازق ډاډ ورکړ، چې د امنيت ساتنې په موخه به امنيتي تدابير نور هم سختوي.
د نننۍ پېښې مسووليت وسلوالو طالبانو پر غاړه اخيستى او ويلي يې دي، چې دوه بريد کوونکي يې د ولايت مقام ته داخل کړي او جګړه يې پيل کړې ده.