ميدان ښار ، کندهار ښار (پژواک ١٢ غويى ٩١): د ميدان وردګو او کندهار چارواکي وايي، چې د افغان او بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې د يوه طالب قوماندان په ګډون ١١ ماين خښوونکي وژل شوي دي.
د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد د غويي په ١٢مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د ميدان ښار اړوند د غونډه خېلو په کلي کې ملي اردو او بهرنيو ځواکونو عمليات ترسره کول، چې له اتو ماين خښوونکو سره مخ شول او نښته رامنځ ته شوه.
د هغه په وينا، په دغې پېښه کې د يوه طالب قوماندان په ګډون ټول ماين خښوونکي ووژل شول او ګډو ځواکونو ته په کې زيان نه دى اوښتى.
په ميدان وردګو کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د څلورمې لوا د دويم کنډک قوماندان ډګرمن حميدالله کوهدامني پژواک اژانس ته وويل، چې د کرامت الله په نوم د طالب قوماندان اوه کسيزه ډله، چې په لارو کې يې ماينونه ځاى پر ځاى کول، تېره شپه له منځه يووړل شوه.
د هغه په وينا، وژل شوي ماين خښوونکي د ميدان وردګو د نرخ ولسوالۍ د بادامو او شا کابل د سيمو اوسېدونکي وو.
د غونډه خېلو سيمې اوسېدونکي شفيق الله پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى په سيمه کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په بريد کې اوه تنه وژل شوي دي.
هغه وويل، د وژلو شوو کسانو په اړه ډېر معلومات نه لري، خو دا يې اورېدلي چې وژل شوو کسانو د ماينونو په جوړولو کې مهارت درلود.
بلخوا د کندهار ولايت چارواکي وايي، په معروف او پنجوايي ولسواليو کې درې ماين خښوونکي د ماينونو د ځاى پر ځاى کولو پر مهال وژل شوي دي.
د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول او د والي وياند جاوېد فيصل پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د معروف ولسوالۍ د غونډۍ په سيمه کې دوو تنو وسله والو مخالفينو د سيمه ييزو پوليسو د يوه قومندان د کور مخې ته ماينونه ځاى پر ځاى کول، چې پرې وچاودېدل او دواړه يې ووژل.
هغه زياته کړه، د وژل شويو ماين خښوونکيو جسدونو د امنيتي ځواکونو په ولکه کې دي.
دغه راز په يوه بله پېښه کې، چې په پنجوايي ولسوالۍ کې شوې، يو ماين خښوونکى وژل شوى دى.
فيصل وايي، دغه ماين خښوونکى د ايساف ځواکونو په هوايي بريد کې هغه مهال ووژل شو، چې پر يوه عامه لاره يې ماينونه خښول.
د نوموړي په وينا، له وژل شوي ماين خښوونکي څخهه يو کلاشنکوف او مخابره هم تر لاسه شوي دي.
د ده په خبره، د تېرې شپې په دواړو پېښو کې يواځې ماين خښوونکي وژل شوي او نور کوم چا ته زيان نه دى اوښتى.
د کندهار امنيتي چارواکي وايي، چې وسله وال مخالفين تل په عامه ځايونو او لارو کې ماينونه خښوي، چې د نظامي کسانو تر څنګ ډېره مرګ ژوبله ملکي وګړو ته اړوي.
ايساف ځواکونو او وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.