کندهار ( پژواک ١٤ غويى ٩١ ) : د کندهار چارواکي وايي، چې وروسته له هغه د دغه ولايت د محبس زندانيانو اعتصاب پاى ته ورساوه ، چې دوى ورسره د ستونزو د هواري ژمنه وکړه .
د کندهار محبس، چې په کې شاوخوا ١٠٠٠ تنه د بند شپې او ورځې تېروي ، اوه سوه سياسي بنديانو يې له تېرو څلورو ورځو راهيسې د خپلو ستونزو د هواري په موخه د نه خوړو په اعتصاب لاس پورې کړى و.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د غويي په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې زندانيانو خپل اعتصاب پاى ته رسولى دى.
هغه زياته کړه ، چې تېره شپه د بشري حقوقو د خپلواک کمېسيون، امنيه قوماندانۍ او د زندان د مسوولينو او علماوو پلاوو له زندانيانو سره وليدل او دهغوى ستونزې يې واورېدې.
فيصل وايي ، چې زندانيانو د جومات نشتوالى ، د ځاى او تشنابونو تنګوالى او لږوالى او په وخت د دوسيو د نه څېړل کېدو ستونزې يادولې، چې دوى ورسره د هواري ژمنه وکړه.
په کندهار کې د بشري حقوقو د خپلوا کمېسيون مشر انجنير عبدالقادر نورزي پژواک اژانس ته وويل چې دوى داسې راپور نه لري، چې ګوندې بنديانو دې اعتصاب پاى ته رسولى وي.
هغه زياته کړه چې پرون د دوو ديني مدرسو د علماوو، يوه پلاوي له زندانيانو سره خبرې اترې کړې وي ، څو د هغوى ستونزې معلومې کړي.
بلخوا د مشرانو جرګې يو پلاوى د ډاکټر زلمي زابلي په مشرۍ دکندهار محبس زندانيانو د ستونزو د هواري په موخه دغه ولايت ته رسېدلى دى.
ددې پلاوي يوتن غړي بسم الله افغانمل پژوک اژانس ته وويل ، چې دوى به له زندانيانو سره له نږدې وګوري او دهغوى ستونزې به معلومې کړي .
هغه هم د زندانيانو لخوا د اعتصاب د پاى ته رسولو په اړه بې خبري وښوده او زياته يې کړه، چې د هغوى ستونزې او غوښتنې لويې دي او ځايي اداره يې د هواورولو واک نه لري.
بلخوا پرون په کندهار ولايت کې د بشري حقوقو خپلواکې ادارې پژواک ته ويلي و، چې که د کندهار محبس د زندانيانو قانوني غوښتنې و نه منل شي او د هغوى له خوا د نه خوړو اعتصاب دوام پيدا کړي، نو يو شمېر زندانيان به خپل ژوند له لاسه ورکړي.
د ياد کمېسيون د ماشومانو د څانګې مسوول شمس الدين تنوير، چې د ديني علماوو له يوه پلاوي سره په ګډه يې د کندهار محبس له اعتصاب کوونکو زندانيانو سره له نږدې ليدلي و ، وويل چې د دوولسو په شاو خوا کې زندانيان يې وليدل، چې خپلې خولې يې ګنډلې وې.
تنوير پژواک اژانس ته وويل، چې له درېيو ورځو هڅو وروسته يې اجازه تر لاسه کړه، چې د کندهار محبس له اعتصاب کوونکو زندانيانو سره له نږدې وګوري او د هغوى غوښتنې واوري.
هغه زياته کړه: ((د ١٢ او ١٣ تنو په شاو خوا کې سياسي زندانيان مې وليدل، چې خپلې خولې يې د تار په وسيله ګنډلې او روغتيايي حالت يې له ګواښ سره مخ دى.))
د نوموړي په وينا، سياسي زندانيانو ورته ويلي، چې د اعتصاب کوونکو له ډلې له ٥٠ تر ٦٠ تنو خپلې خولې په تار ګنډلې او روغتيايي حالت يې د دې جوګه نه و، چې ورغلي پلاوي ته دې وښودل شي.
دى وايي، چې د تر لاسه شويو معلوماتو له مخې د کندهار محبس سياسي زندانيانو تر هغه وروسته د نه خوړو اعتصاب پيل کړ، چې د محبس اړوند دپوليسو يوه چارواکي له زنداني څخه موبايل واخيست او د شخړې په پايله کې دوه زندانيان د سر او غاړې په برخو کې برسېرن ټپيان شول.
تنوير د زندانيانو د غوښتنو په اړه وويل:((اعتصاب کوونکو شکايت کاوه، چې د محبس د سياسي بلاک ٧١٠ تنه زندانيان په ٣٠ خونو کې ساتل کېږي، د خوب لپاره مناسب ځاى نه لري، جومات نه لري او دغه بلاک د دومره کسانو لپاره يواځې ٨ تشنابونه لري، چې په هيڅ توګه بسنه نه کوي.))
کندهار محبس، چې د ښار په لوېديځه څنډه د سرپوزې په سيمه کې پروت دى، تر دې وړاندې هم په کې څو ځلې د سياسي بلاک د زندانيانو له خوا ورته احتجاجونه شوي دي.
په همدې لړ کې پر دغه محبس دوه کاله مخکې د وسلوالو طالبانو له خوا بريدونه وشول، چې د محبس د ويجاړېدو ترڅنګ د ١٠٠٠ په شاوخوا کې سياسي او جنايي بنديان وتښتېدل.
تېر کال په همدې مياشت کې وسلوالو طالبانو د کندهار ښار سوېل، د سرپوزې په سيمه کې د کندهار-هرات پر لويه لاره له يوه کور څخه د زندان پر لوري شاوخوا زر متره سمڅه وېستلې وه او له دې سمڅې څخه د کندهار د چارواکو په وينا، ٤٨٨ سياسي بنديان وتښتېدل.