کندهار ( پژواک ٢١ غويى ٩١ ) : د کندهار ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر وايي، چې روانه اوونۍ په کندهار کې ٨ وسلوال مخالفين وژل شوي، ١١ تنه مخالفين، ٧ تنه سړي تښتوونکي او ٨ جنايي مجرمين ژوندي نيول شوي دي.
د امنيت آمر سمونوال رحمت الله اطرافي د غويي په ٢١مه، د ولايت مقام له رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کې اوونيز امنيتي خبري کنفرانس ته وويل، چې دغه کسان په کندهار ښار او ولسواليو کې د بېلابېلو عملياتو پر مهال وژل شوي او ژوندي نيول شوي دي.
هغه زياته کړه، په بېلابېلو ولسواليو کې د عملياتو پر مهال ٨ وسلوال مخالفين وژل شوي او ١١ تنه نور ژوندي نيول شوي او تر پلټنو لاندې دي.
د نوموړي په وينا، په دغو عملياتو کې يې ٧ تنه په کندهار ښار او شاوليکوټ ولسوالۍ کې د درېيو ماشومانو د تښتوونې په تور نيولي او ماشومان يې د هغوى له منګولو خلاص کړي دي.
دى وايي، دغو اوو تنو په خپلو جرمونو اعتراف کړى او منلې يې ده، چې ماشومان يې د پيسو د تر لاسه کولو په موخه تښتوولي وو.
اطرافي دغه راز وويل، چې د بېلابېلو جرمونو لکه غلا، قتل او نورو په تړاو يې هم اته تنه نيولي، چې قضيې يې اړندو عدليي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.
د هغه په خبره، د پوليسو له لوري په تر سره شويو عملياتو کې يې ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم نيولي، چې پکې ١٤ ماينونه، له چاودېدونکو توکو ډک سراچه موټر، ٨٩ کلاشينکوف، ٣٩ تومانچې، ١٨٠ د کلاشينکوف مرمۍ، ٣ شاجورونه، ٢٠٠ د دهشکې مرمۍ، ٥٠٠ د پيکا مرمۍ، ٨ د هاوان، دوه اتيا ملي متري توپ او راکټ مرمۍ او ١ مازدا موټر شامل دي.
دى وايي، پوليسو د دې تر څنګ ١٥ ګرامه هيروئين، ٦٧ کيلوګرامه ترياک، ٢٥٩١ کيلوګرامه خام چرس او ٦٧٥ لېټره الکولي مشروبات هم کشف او نيولي دي.
د امنيت آمر د کندهار د عمومي وضعيت په اړه وويل، چې د خلکو په مرسته هڅه کوي په دې ولايت کې امنيت په پر له پسې توګه ټينګ وساتي.
هغه د وسلوالو طالبانو لخوا د الفاروق په نوم د پيل شويو عملياتو په اړه وويل، چې دا د وسلوالو تبليغاتي جګړه ده او د هغوى د ممکنه وسلوالو بريدونو د مخنيوي په موخه يې اړين امنيتي تدابير نيولي دي.
د يوه بل خبر له مخې ، سرحدي پوليسو تېره شپه په سپين بولدک ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال ١٦ زره کيلوګرامه امونيم نايټريټ سره نيولې، چې د چاودېدونکي توکو په جوړولو کې ترې کار اخيستل کېږي
د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيض وايي، چې دغه سره په يوه بارو وړونکې مازدا موټر کې بار شوې وه، چې له پاکستان سره پر ګډه پوله د وېش په سيمه کې ونيول شوه.
هغه زياته کړه، دغه سره له پاکستان هېواد څخه راوړل کېدله، چې په تړاو يې څوک نه دي نيول شوي خو پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.