کندهار (پژواک ٢٤ غويى ٩١): د کندهار والي وايي چې دولت په تېرو څو کلونو کې دوى ته پرمختيايي بوديجه نه ده ورکړې، خو بيا يې هم له بېلابېلو سرچينو د بيارغونې کارونو ته ادامه ورکړې ده.
ډاکټر توريالي ويسا د غويي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرو درېيو کلونو راهيسې، چې پخوانى ښاروال غلام حيدر حميدي ژوندى و، د بيارغونې ګڼ کارونه پيل شوي، چې په کې د بېلابېلو ودانيو، سړکونو او نورو جوړول دي، چې اوس هم دوام لري.
هغه زياته کړه: ((د هغه په موجوديت کې موږ ډېر کارونه وکړل، د نوي ټاکل شوي ښاروال له خوا پر هماغو اساساتو کار روان دى، چې هغه ايښي دي.))
د نوموړي په وينا، په ټوليزه توګه په کندهار کې د سړکونو او ودانيو جوړول، په فرهنګي برخه کې د کتابونو چاپول، د وزرشي اسانتياوو برابرول، د ورزشي ټيمونو ځواکمنول، په بهر کې د ځوانانو لپاره د زده کړو برابرول، د بندو ښوونځيو پرانيستل، د ولايت په کچه د کوکنارو د کښت کمښت او نور هغه پرمختګونه دي، چې د بيارغونې بهير يې ګړندى کړى دى.
د ده په خبره، په کندهار کې د بيارغونې کارونه په داسې حال کې شوي، چې له تېرو څو کلونو راهيسې دغه ولايت ته پرمختيايي بوديجه نه ده ورکړل شوې، خو هغه د کلونو شمېره په ډاګه نه کړه.
دى وايي: ((ترسره شوي کارونه د بهرنيو مرستندويه ادارو او ملي سوداګرو په همکارۍ او کومک شوي دي.))
والي د کندهار په لرې پرتو سيمو او ولسواليو کې د بيارغونې د کارونو په اړه وويل، چې ګڼې ولسوالۍ مخکې د وسلوالو مخالفينو تر ګواښ لاندې وې، چې په دې ورستيو دوو کلونو کې د همکارۍ د عملياتو له لارې د هغوى له ولکې و ايستل شوې.
د ده په خبره، دغو عملياتو درې عمده برخې، امنيت، حکومتداري او پرمختيا لرله، چې له نږدې ولسواليو ډنډ، ارغنداب، ژېړۍ او پنجوايي څخه پيل او اوس يې په دې لړ کې ميوند، شاوليکوټ، خاکرېز او نورې شاملې کړې دي.
نوموړى زياتوي: ((په دې کې شک نه شته، چې په ولسواليو کې د بيارغونې بهير ټکنى دى؛ ځکه زموږ منابع هومره نه دي، چې په همزمانه توګه په کې پرمختيايي کارونه پيل کړو.))
خو هغه وايي، چې په دې برخه کې خپل امکانات هم په کار اچوي او دغه راز بهرنيان هم هڅوي، چې خپله ډېره پاملرنه لرې پرتو سيمو او ولسواليو ته واړوي.
ويسا وويل، په ګڼو ولسواليو کې هغه ښوونځي، چې د نا امنيو او ستونزو له امله تړلي وو، ډېر يې بېرته پرانيستل شوي دي، چې اوس په څه کم ٤٠٠ ښوونځيو کې د ١٩٢زره په شاوخوا کې نجونې او هلکان زده کړې کوي.
هغه د حکومتدارۍ په اړه وويل، چې په دې وروستيو کې يې هم په کندهار ښار او ولسواليو کې د حکومتدارۍ چارې پيل کړې او سلګونه تنه نوي کارکوونکي يې په بېلابېلو دولتي ادارو کې پر دندو ګومارلي دي.
دى وايي: ((اوس مهال مو هم د امنيت، حکومتدارۍ او پرمختيا ساحه پراخه کړې ده، پر ولسواليو برسېره مو په ښاروالۍ، اطلاعاتو او فرهنګ، کليو او پراختيا، عامې روغتيا او نورو رياستونو کې ٣٥٠ نوي کارکوونکي پر دندو ګومارلي دي.))
هغه وويل، د حکومتدارۍ لړۍ يې په داسې حال کې ولسواليو ته هم غځولې، چې درې کلونه مخکې به په ولسواليو کې يوازې ولسوال او امنيه قوماندان کار کاوه او د کار له ځايه به بهر نه شوى وتلى خو اوس په ګڼو ولسواليو کې اړوندې نورې دولتي ادارې پرانيستل شوې او نوي کارکوونکي پر دندو ګومارل شوي دي.
دى وايي، اوس مهال ګڼو ولسوالانو په خپلو ولسواليو کې سيمه ييزې شوراګانې جوړې کړې او له هغوى سره د چارو اړوند په کليو او بانډو کې ګوري او له يو بل سره سلا مشورې کوي.
د کندهار ګڼ شمېر خلک هم تاييدوي، چې په دغه ولايت کې څو کلونه وړاندې په بېلابېلو اړخونو کې زياتې ستونزې موجودې وې، چې په دې وروستيو کې يې د هوارۍ په موخه کار پيل شوى دى.
د کندهار ښار د درېيمې ناحيې اوسېدونکى عبدالمنان، چې په ښاروالۍ کې يې نوې دنده پيل کړې وايي: ((له پخوا مې په دولتي اداره کې د کار کولو هيله لرله، خو دا چې په کندهار کې امنيتي ستونزې زياتې وې، کورنۍ اجازه نه راکوله.))
هغه زياتوي، اوس چې د پخوا په پرتله ستونزې څه نا څه کمې شوې، ګڼ شمېر لوستي ځوانان لېوال شوي، ترڅو په دولتي ادارو کې کار وکړي او خالي بستونه ډک کړي.
کندهار د هېواد په کچه هغه ولايت دى، چې امنيتي وضعيت يې تر نورو خراب او ګڼ شمېر دولتي چارواکي او قومي مشران په کې د هدفي وژنو له لارې له منځه وړل شوي دي.
د همدغو ستونزو له امله خلکو زړونه نه ښه کول، چې په دولتي ادارو کې کار وکړي، خو په دې وروستيو کې ولايتي چارواکو په کندهار ښار او ولسواليو کې د حکومتدارۍ چارې پيل کړې، تر څو نوي کسان جذب او په دولتي ادارو کې دندې ترسره کړي.