ژبه

کندهار (پژواک ١٦ غويى ٩١): په کندهار ښار او ولسواليو کې په جومات کې د دوو ماين اېښودونکو په ګډون ١٤ تنه نيول شوي دي.

 د کندهار د ملي امنيت رياست منسوبينو په کندهار ښار او ولسواليو کې د عملياتو پر مهال له وسلو او يو لړ اسنادو سره يو ځاى د دوو پاکستانيانو په ګډون ١٤ تنه نيولي دي.

 نيول شوي کسان نن (د غويي٢٦مه) د ملي امنيت رياست په ودانۍ کې خبريالانو ته وښودل شول.

 په دې اړه د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ملي امنيت منسوبينو د کندهار ښار د نهمې ناحيې د لويې ويالې په سيمه کې درې تنه محمدنبي، عبدالباري او محمدعلي شاه له دوه ميله کلاشينکوفونو، لسګونو غير راجستر سيمکارتونو سره يو ځاى نيول شوي دي.

 هغه زياته کړه، په نيول شوو کې دوو تنو محمدنبي او عبدالباري د وسلوالو مخالفينو د اکمالوونکو دنده پر غاړه لرله.

 د نوموړي په وينا، په دې لړ کې ادم خان او حسن د ١٦٠ کيلوګرامه خامو چرسو، عزيزالرحمن او سردارولي له وسلهوالو طالبانو سره د تړاو په تور، د محمدعثمان او عديل په نومونو دوه پاکستاني وګړي د وسلوالو مخالفينو د تروريستي ګروپ د غړو په تور نيولي دي.

 د ده په خبره، نيول شوي کسان په ګڼو وسلوالو کړنو کې لاس لري او پر خپلو جرمونو يې اعتراف کړى دى.

 فيصل زياتوي، په نيول شوو کې منګل خان او حسن الله هم شامل دي، چې د موټرونو لپاره يې جعلي اسناد او خلکو ته به يې جعلې تذکرې جوړولې.

 وسلوالو طالبانو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 د ملي امنيت مسوولين وايي، چې په کندهار ښار او ولسواليو کې يې خپل فعاليتونه ډېر کړي، تر څو د وسلوالو مخالفينو د کړنو مخه ونيسي.

 دا په داسې حال کې ده، چې نن د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ په زنګ اباد کلي کې دوه ماين خښوونکي هغه مهال ټپيان شول، چې د دغې سيمې په يوه جومات کې يې ماين ځاى پر ځاى کاوه.

 د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، چې په ټپي شوو کې يو يې ملا عبدالحکيم نومېږي، چې د ماين خښوونکو د ډلې سرګروپ دى، دغه دواړه ماين خښوونکي د کندهار ميرويس روغتون ته د درملنې په موخه ور وړل شوي دي.