جلال اباد(پژواک ٢٨ غويى ٩١) : د ننګرهار په جلال اباد ښار کې د افغانستان د فوټو ژورنالېزم مرکز (چشم سوم) له لوري د امريکا سفارت او سويس د همکاريو ادارو پر مټ د غويي په ٢٨ مه د انځورونو شپږ ورځنى نندارتون پيل شو.
دغه نندارتون به په شيرزي لوبغالې کې د راتلونکې چهار شنبې تر مازيګره د نندارچيانو پر مخ پرانېستى وي.
د فوټو ژورنالېزم د مرکز مشر نجيب الله مسافر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نوى افغانستان د افغانانو (له ليده) په انځوريز نندارتون کې د ١٤ فوټو ژرنالېستانو له لوري اخيستل شوي ١٤٢ انځورونه نندارې ته اېښودل شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې له نندارتونه يې موخه د افغاني ټولنې د پټو زاويو ښودل، هيواد سره مينه، د ډيموکراسۍ پلي کول، د جګړو خاطرې، بيارغونه، لاسي صنايع، مذهب،امنيت،ښځه او سياست، طبعيت او فرهنګ، ورزش، کرنه او مالداري، روغتيا، ښوونه او روزنه او تاريخي اثار ليدونکو ته وړاندې کول دي.
مسافر وويل، چې مرکز يې تر دې وړاندې په کابل، باميانو، دايکنډي، هرات، غور، بلخ، فارياب او بدخشان ولايتونوکې دا ډول نندارتونونه پرانېستي و،چې له ننګرهار وروسته به يې لمن هلمند ته هم وغځيږي.
نوموړي د پژواک د پوښتنې په ځواب کې وويل، چې افغانستان يو داسې هيواد دى،چې هر ګام يې په انځور اخيستلو ارزي او دوى له ټولو هغو ځوانو عکاسانو د مرستې هيله لري، چې په ولايتونو کې له مختلفو رسنيو سره عکاسي کوي، چې له دوى سره دې خپل غوره اخيستل شوي عکسونه شريک کړي.
د ننګرهار پوهنتون استاد محمد ابراهيم همکار، چې د نندارتون د انځورونو ليدلو ته راغلى و ، پژواک ته وويل، چې د نندارتون دېرش سلنه انځورونه د پرمختللي افغانستان استازيتوب کوي.
همکار زياته کړه، چې يوه ستره نيمګړتيا چې په دغه نندارتون کې ليدل کيږي؛ د وروڼو قومونو استازولي پکې نه ده شوې.
د نوموړي په وينا،ځينې انځورونه يې داسې هم وليدل ،چې د افغاني ټولنې محروميت پکې له ورايه ښکارېده.
همکار زياته کړه: (( زه د يوه معيوب انځور او د يوې ميرمنې انځور ډير وځورولوم ،چې لومړى يې په دواړو پښو ګوډ او د بې وزلې ښځې پر وړاندې معيوب ماشوم پروت و.))
ليکوال او شاعر سيد امر الله اميد پژواک ته وويل، چې په نندارتون کې يې د خپل هيواد روح وليد؛ چې ډير په هنري انداز يې انځورونه اخيستل شوي دي.
نوموړي زياته کړه، د اوښانو جنګولو يو تصوير يې ډير خوښ کړ؛ خو زياته يې کړه، په دغو انځورونو کې دې د ختيځو ولاياتو د ښکلو درو، ځنګلونو، کروندو، سرشارو سيندونو او د هغو بې وزلو ماشومانو انځورونو ته هم ځاى ورکړل شي، چې په تورخم کې شاقه کارونه کوي.
د يادونې ده چې د افغانستان د فوټو ژورناليزم مرکز (چشم سوم) له ١٣٨٧ لمريز کال راهيسې په کابل کې د يوې ډلې ځوانو انځورګرانو پر مټ کار پيل کړى، چې نږدې ١٤ زرو نندارچيانو يې له نندارتونونو څخه ليدنه کړې ده.