ژبه

دلاور: هيڅوک دې خپل وطن ته په راتګ کې تشویش نه کوي

هجرت‌الله کاکړ

۲۴ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۶:۰۶

Views: ۱

کابل (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۵): له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون مشر د پخوانۍ ولسي جرګې له یو شمېر وکیلانو سره په لیدنه کې ویلي، هیڅوک دې خپل وطن ته په راتګ کې تشویش نه کوي او هغه افغانان چې په بهرنیو هېوادونو کې ژوند کوي، کولای شي په ډاډه زړه راستانه شي.

یاد کمېسیون نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د تېرې ادارې د ولسي جرګې یو شمېر وکیلانو د دغه کمېسیون له مشر شیخ شهاب‌الدین دلاور سره وکتل.

سرچینه زیاتوي، په دې کتنه کې اسدالله شهباز، نادرخان کټوازي، قيمت‌خان منګل، سید صالح‌محمد صالح، سید محمدصدیق حسن‌زاده او اسماعیل اتیکان ګډون درلود.

سرچینه کاږي، د پخوانۍ ولسي جرګې غړو وویل: «اسلامي نظام د ټولو افغانانو ګډ ارمان و چې د الله تعالی په فضل سره د اسلامي امارت په راتګ سره پوره شو؛ موږ د دغه نظام تر شا ولاړ یو او بشپړ ملاتړ یې کوو.»

هغوی زیاته کړې، افغانان له جګړو ستړي شوي او اوس اړتیا ده چې د اتحاد، یووالي او ورورولۍ په فضا کې د هېواد د ابادۍ لپاره ګډې هڅې وشي او دغه‌راز هغوی خپلې یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه هم شریک کړل.

سرچینه زیاتوي، شیخ شهاب‌الدین دلاور افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور وباله ویې ویل، د اسلامي امارت په حاکمیت سره اشغال پای ته رسېدلی، افغانان له کلونو وروسته د وطن د ابادۍ لپاره سره راټول شوي او د هېواد د ابادۍ چارې د خپلو عوایدو او بودجې پر مټ مخته وړل کېږي.

شیخ دلاور ویلي: «هيڅوک دې خپل وطن ته په راتګ کې تشویش نه کړي؛ د امن فضا قایمه ده او هغه افغانان چې په بهر هېوادونو کې ژوند کوي کولای شي په ډاډه زړه خپل ګران هېواد ته راستانه شي.»

هغه دغه‌راز د یادو وکیلانو وړاندیزونه او ستونزې واورېدې او ډاډ یې ورکړی چې د حل لپاره به یې لازمې هڅې ترسره شي.