ژبه

په کندهار کې د بېلابېلو تورونو له امله لسګونه تنه نيول شوي دي

کندهار ( پژواک ٢٨ غويى ٩١ ) : د کندهار امنيتي چارواکي وايي، چې روانه اونۍ  لسګونه کسان د دولت پر ضد په وسلوالو کړنو، د جنايي جرمونو او نشه يي توکيو په تړاو له يو شمېر وسلو او مهماتو سره نيول شوي دي.

د کندهار ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي، چې نن يې د ولايت مقام له رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کې اونيزې امنيتي خبري غونډې ته معلومات ورکول، وويل، چې نن سهار  يې په کندهار ښار کې يو تن له چاودېدونو توکو ډکې يوې عراده ريکشاه سره نيولى دى.

هغه زياته کړه، دغه ريکشاه، چې د چاودنې لپاره چمتو شوې وه، د ښار اړوند د څلورمې ناحيې په ساحه کې کشف شوې ده.

د نوموړي په وينا، په روانه اونۍ کې يې په کندهار ښار او ولسواليو کې د عملياتو پر مهال يو  مخالف وسلوال وژلى او ٨ نور يې ژوندي نيولي دي.

دى وايي، په دغو عملياتو کې ١٧١ مخابرې، ١٥٠ بورۍ امونيم نايټريټ، ١٧ کړۍ ماينونه، ١ ميل هاوان، ٢٠ پټاکۍ، ٢ د راکټ مرمۍ، ٧ د هاوان مرمۍ، ١ کلاشينکوف، ١ تومانچه، ٤ صندوقه د پيکا مرمۍ، ٦ سرګلولې، ١ د توپ مرمۍ او ٥ عرادې موټر سايکلونه د پوليسو لاس ته ورغلي دي.

اطرافي وويل، چې په کندهار ښار کې يې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ٩ تنه نيولي او دغه راز ٦ عرادې موټر سايکلونه او ٢ عرادې موټر  يې د غلو له منګولو بيرته خلاص کړي دي.

نوموړي دغه راز زياته کړه، چې په روانه اونۍ کې يې ١٣ تنه د نشه يي توکو په تړاو هم نيولي دي، چې په دې لړ کې ٤١ کيلو ګرامه هيروئين او ١٠٦ کيلوګرامه چرس هم پوليسو د بېلابېلو عملياتو پر مهال نيولي دي.

نوموړي هيله وښودله، چې د خلکو په مرسته به امنيت نور هم خوندي کړي او د وسلوالو    کړنو مخنيوى به وکړي.

ورته موضوع