ژبه

د يوه قوماندان په ګډون د دولت پنځه وسلوال مخالفين نيول شوي

کندهار (پژواک ٦ غبرګولى ٩١): د کندهار د ملي امنيت مسوولين وايي، چې د کندهار په ښار او ولسواليو کې يې د يوه قوماندان په ګډون پنځه وسلوال مخالفين نيولي دي.

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې نيول شوي دغه کسان له وسلو او مهماتو سره يو ځاى خبريالانو ته هم وښودل شول.

د ملي امنيت سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په نيول شوو کې د قاري مطيع الله په نوم د وسلوالو مخالفينو د ٦ کسيزې ډلې قوماندان هم شامل دى، چې په کندهار ښار کې د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ونيول شو.

دغه سرچينه زياتوي، چې په پاتې کسانو کې فريد د پښتونخوا د مروت سيمې اوسېدونکى، اسدالله د زابل ولايت اوسېدونکى، نعمت الله د پکتيا اوسېدونکى او حبيب الله د کندهار ښار اوسېدونکى شامل دي.

د نيول شوو له ډلې د قاري مطيع الله په نوم کس وويل، چې د شاوليکوټ له ولسوالۍ څخه کندهار ښار ته د ديني زده کړو لپاره راغلى و، چې په دې لړ کې د ترياکو د نېښ وهلو لپاره ژېړۍ ولسوالۍ ته تللى و او هلته د طالبانو د يوه قوماندان کاکا عبدالخالق له خوا د حکومت پر ضد وسلوالو کړنو ته وهڅول شو.

د فريد په نوم نيول شوي کس وويل، چې دى په اصل کې د پښتونخوا د مروت سيمې اوسېدونکى دى او کوېټې ته د يوه کار لپاره تللى و، چې هلته ورته د پنجابي ښوونکو له خوا د وسلې کارولو زده کړې ورکړل شوې او له پنځو تنو نورو سره يو ځاى کندهار ته را ولېږل شو او همدلته ونيول شو.

د اسدا لله، نعمت الله او حبيب الله په نومونو نيول شوو کسانو هم وويل، چې له وسلوالو سره اړيکې لري، هغوى ته يې پټ معلومات ورکول او دغه راز يې د چاودېدونکو توکو په پټولو او اکمالولو کې له هغوى سره مرسته کوله.

د ملي امنيت منسوبينو له دغو کسانو سره يو ځاى ٢١ پارسله امونيم نايټريټ، ٦٣٠ بستې لانده باروت، ٥٣٠٠ متره ثانيه سوز لين، ٥٠ کيلو تور باروت، ٧٥ کيلوګرامه پوتاشيم کلورايد او ٤ جوړې د ملي پوليسو يونيفورم نيولي دي.

د کندهار د ملي امنيت اداره وايي، چې په دې وروستيو کې د وسلوالو مخالفينو د فعاليتونو د مخنيوي په موخه يې خپلې هڅې ګړندۍ کړې او په نږدې تېرو مياشتو کې يې لسګونه کسان نيولي دي.

ورته موضوع