ژبه

په يوه کور کې چاودنو درې وسلوال ووژل

کندهار (پژواک ١٠ غبرګولى ٩١): د کندهار چارواکي وايي، چې د ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند په يوه کور کې د چاودنو له امله درې وسلوال مخالفين وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د غبرګولي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې  وسلوالو مخالفينو له دغه کور څخه د وسلو او چاودېدونکو توکو د پټنځاى په موخه کار اخيست.

هغه زياته کړه، په دغه کور کې تېره شپه ناوخته هغه مهال دوې چاودنې وشوې، چې وسلوالو مخالفينو په يوه زرنج موټرسايکل کې چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى کړي وو او له کور څخه يې د هغه د بهر را ايستو هڅه کوله.

د نوموړي په وينا، د چاودنې په پايله کې درې وسلوال مخالفين وژل شوي او يو بل ملګرى يې ټپي شوى دى.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي وايي، چې د چاودنو پر مهال په همدې سيمه کې پوليس د مشکوکو کورونو او کسانو په تلاشۍ بوخت وو او مخالفينو غوښتل چې له تلاشۍ څخه د تېښتې په موخه زرنج موټرسايکل له کور څخه وباسي، چې ورباندې وچاودېد.

هغه زياته کړه، پوليسو تر پېښې وروسته دغه کور وپلټه چې په پايله کې يې ٢ ميله کلاشينکوفونه، ١٦ د کلاشينکوف شاجورونه او چانټې، ٢ بورۍ امونيم نايتريت، ٥ کارتنه د پيکا مرمۍ، ٧ فيره د راکټ مرمۍ، ٤ د پرسونل ضد ماينونه او يو کرولا موټر ترلاسه شول.

دى وايي، د امنيې قومندانۍ پوليسو له نورو امنيتي ځواکونو سره د کندهار ښار په مشکوکو سيمو کې خپل عمليات ډېر کړي، چې ښې پايلې لري.

وسلوالو طالبانو تر دې مهاله د يادې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

ورته موضوع