ژبه

د دولت ١٢ وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته

کندهار (پژواک ١١ غبرګولى ٩١): د کندهار چارواکي وايي، چې په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو او وسلوالو مخالفينو ترمنځ نښته شوې، چې په پايله کې يې ٨ وسلوال وژل شوي او ٤ نور ټپيان دي.

د ياد ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د غبرګولي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پېښه تېره شپه اته بجې د شاوليکوټ ولسوالۍ په وچ باختو سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، يوې ډلې وسلوالو مخالفينو په دغې سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوسته بريد وکړ، چې يو ساعت يې دوام درلود.

د نوموړي په وينا، په دغې وسلواله نښته کې ٨ وسلوال ووژل شول او ٤ نور په ټپي حالت کې ونيول شول.

دى وايي، وسلوالو خپل مړي د جګړې په سيمه کې پرېښودل او څلور تنه، چې په جګړه کې ټپيان شوي او د تېښتې هڅه يې کوله، وروسته د ګډو ځواکونو له خوا له يو ميل کلاشينکوف، درې پايې مخابرو او نورو مهماتو سره ژوندي ونيول شول.

د هغه په خبره، د دغې وسلوالې نښتې پر مهال سيمه ييزو پوليسو او ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

د کندهار امنيتي چارواکي وايي، په ولسواليو کې د سيمه ييز پوليسو جوړېدو له امنيت او حکومتدارۍ سره ډېره مرسته کړې او د مخالفينو د ګڼو وسلوالو فعاليتونو مخه يې نيولې ده.

هغوى وايي، د کندهار ولايت سيمه ييزه اداره هڅه کوي، په ولسواليو کې جوړ شوي سيمه ييز پوليس لا پياوړي کړي، تر څو خپلې سيمې له وسله والو وساتي.

وسله والو طالبانو تر دې مهاله د يادې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

 

ورته موضوع