ژبه

ځانمرګي بريد ١١ پوليسو ته مرګ ژوبله واړوله

کندهار ښار (پژواک ١١ غبرګولى ٩١): د کندهار په سرحدي ولسوالۍ ارغستان کې ځانمرګي بريد ١١ پوليسو ته مرګ ژوبله واړوله.

د دغه ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د غبرګولي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن له غرمې مخکې لس بجې رامنځته شوه.

هغه زياته کړه، چې ځانمرګي بريد کوونکي له چاودېدونکي توکو ډک خپل سرف موټر د ارغستان ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ د ودانۍ له دروازې سره جنګولى او چاودنه يې رامنځته کړې ده.

د نوموړي په وينا، د دغه بريد له امله پنځه پوليس وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

هغه زياته کړه، چې د پېښې ټپيان نږدې روغتون ته وړل شوي دي.

دى وايي، چې د چاودنې له امله د امنيه قوماندانۍ ودانۍ هم زيانمنه شوې ده.

په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.

ورته موضوع