کندهار ښار (پژواک ١٧ غبرګولى ٩١): د کندهار-سپين بولدک پر لويه لاره نن له غرمې مخکې په دوو پرله پسې ځانمرګو بريدونو کې ٧٢ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د غبرګولي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه غبرګ ځانمرګي بريدونه نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس بجې رامنځته شول.
هغه زياته کړه، چې ځانمرګي بريد کوونکي له چاودېدونکو توکو ډک خپل موټرسايکل ته د يادې لويې لارې په اوږدو کې، هوايي ډګر ته څېرمه په يوه بازارګوټي کې چاودنه ورکړه.
د کندهار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرازق د پېښې په ځاى کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې لومړى ځانمرګى بريد د ملي اردو قوماندانۍ ته څېرمه په ياد بازار کې د يوه موټرسايکل په وسيله وشو، چې له امله يې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د نوموړي په وينا، دويم ځانمرګى بريد هغه مهال وشو، کله چې خلک د لومړي ځانمرګي بريد د قربانيانو په راټولو بوخت وو.
جنرال رازق وويل، چې په دواړو بريدونو کې ٢٢ تنه وژل شوي او ٥٠ نور ټپيان دي چې ټول عام وګړي دي.
هغه زياتوي، چې وژل شوي او ټپيان چلوونکي، دوکانداران، ماشومان او کارګر دي.
د کندهار امنيه قوماندان د دې پوښتنې په ځواب کې، چې دغه کار د چا له خوا ترسره شوى؟ وويل: ((د پنجاب مزدورانو يو ځل بيا زموږ بېګناه هېواد په وينو ولاړه.))
خو هغه د کومې ځانګړې ډلې نوم وانه خيست.
جنرال رازق وويل، چې د پېښې ټپيان د ايساف او په سيمه کې د ملي اردو روغتون ته لېږدول شوي دي.
د ملي اردو د ګارنيزيون قوماندان جنرال ګلالي پژواک اژانس ته وويل، چې روغتون ته يې ګڼ شمېر ټپيان ور وړل شوي، چې د ډېرو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
د محمداسماعيل په نوم يوه دوکاندار پژواک اژانس ته وويل، چې تر لومړۍ چاودنې وروسته دوى د مړو او ټپيانو په راټولولو بوخت وو، چې ناڅاپه بله چاودنه وشوه.
هغه زياته کړه: ((بيا نو پر ځان پوى نه شوم، زه هم لرې غورځېدلى وم، کله چې په ځان پوه شوم، ومې وليدل چې هر څوک په وينو کې لړلي پراته وو.))
د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې يو شمېر هغو موټر چلوونکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، چې بهرنيو ځواکونو ته يې اکمالات کول.
د پېښې په ځاى کې د وژل شوو د بدن غوښې، اندامونه، خولۍ، څپلۍ، څادرونه او لونګې هر لوري ته پرتې دي او په سيمه کې وحشت خپور و.
وسلوالو طالبانو د دغو بريدونو مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې د کندهار هوايي ډګر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر اکمالاتي موټرو د موټر بم بريدونه شوي چې په کې لسګونه کورني او بهرني سرتېري وژل شوي دي.