کندهار (پژواک ١٨ غبرګولى ٩١): د سوېلې زون د درېيو ولايتونو واليانو او نظامي مسوولينو په دې حوزه کې له بهرنيو ځواکونو د واک د لېږد پر پروسې، امنيتي پرمختګونو او همغږۍ خبرې وکړې.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د غبرګولي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه غونډه پرون، چې په کندهار هوايي ډګر کې جوړه شوې وه، د کندهار، زابل او اروزګان واليانو، په سوېل کې د ايساف قوماندان جنرال جېمز هاګنز، د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان تورن جنرال عبدالحميد حميد، د پوليسو د ٤٠٤ ميوند زون قوماندان پاسوال محمدسالم احساس، د درېيم سرحدي زون قوماندان پاسوال تفسيرخان خوګياڼي او يو شمېر نورو چارواکو ګډون کړى و.
هغه زياته کړه، د ولايتونو واليانو او نظامي چارواکو په دغو ولايتونو کې د واک د لېږد، د امنيتي حالت ځواکمنېدو، د حکومتدارۍ د پياوړتيا او د پرمختيايي چارو د چټکوالي په اړه خبرې وکړې.
د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د زابل او اروزګان له واليانو سره يې د امنيتي حالت د ښه کېدو پر پياوړتيا او د ولايتونو ترمنځ د همغږۍ پر زياتوالي خبرې وکړې.
هغه زياته کړه، په پلان کې ده، د دغو ولايتونو په هغو ساحو کې عمليات وشي، چې امنيتي حالت په کې ناسم او د نورو سيمو امنيت يې هم له ګواښ سره مخ کړى دى.
دى وايي: ((په دغه پلان کې دا هم شامل دي، چې پر بنسټيزو پروژو به نور هم تمرکز او څارنه زياتېږي، دغه راز هڅه به کېږي، چې د لنډمهاله پروژو پر ځاى به اوږدمهالې پروژې پيلېږي.))
د زابل والي محمداشرف ناصري وويل، چې په کندهار، اروزګان او زابل کې امنيتي حالت له يو بل سره مستقيم تړاو لري، که په يوه ولايت کې امنيت سم نه وي، نو پر بل هم منفي اغېز کوي.
د ده په خبره، په دې ګډه غونډه کې يې پر دغو ټولو امنيتي او نورو مسايلو خبرې کړې او هيله من دى، چې ښې پايلې به ولري.
څه موده وړاندې هم په کندهار هوايي ډګر کې ورته غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د واليانو ترمنځ پر امنيت، حکومتدارۍ او پرمختيايي چارو خبرې شوې وې.
دغه غونډه داسې مهال کېږي، چې ټاکل شوې ده د روان کال د چنګاښ د مياشتې په ١١مه، د کندهار په يو شمېر سيمو کې امنيتي واک له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته وسپارل شي.