کندهار (پژواک ١٨ غبرګولى ٩١): ملي سوداګر او د ولسمشر ورور محمود کرزى وايي، چې د کابل بانک ټوله قرضه يې پخوا ورته سپارلې خو دا يې د حکومت بې کفايتي وګڼله چې دا موضوع يې لا هم نه ده حل کړې.
محمود کرزي دغه څرګندونې پرون په کندهار ولايت کې له يوې خبري غونډې وروسته له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال وکړې.
هغه د کابل بانک د موضوع په اړه وويل، چې خپله قرضه يې پخوا سپارلې، خو دا يې د حکومت بې کفايتي وګڼله چې دغه موضوع يې لا هم حل کړې نه ده.
نوموړي له ولسمشره وغوښتل، چې د کابل بانک موضوع له قانوني لارې حل او په فساد کې ښکېل کسان دې محاکمه کړي.
د يادونې ده، چې ولسمشر حامد کرزي څو ورځې مخکې څارنوالۍ ته امر وکړ، چې د کابل بانک قضيه محکمې ته واستوي.
کابل بانک دوه کاله مخکې د ناقانونه پورونو او نورو ستونزو له امله له بحران سره مخ شو، وروسته يې يوه برخه د ماليې وزارت اړوند شوه، چې د نوي کابل بانک تر نوم لاندې فعاليت کوي، خو بله برخه يې تر اوسه تر څېړنو لاندې ده.
محمود کرزي د خپلو خبرو په لړ کې له سوداګرو وغوښتل، چې خپلې پانګې په هېواد کې دننه ولګوي، ځکه دلته امنيت خوندى دى او سوداګر د خپلو پانګونو له لارې ډېره ګټه تر لاسه کولى شي.
هغه د نيويارک ټايمز ورځپاڼې له لوري د هغوى پر کورنۍ لګول شوي تورونه بې بنسټه وبلل او ويې ويل، دغه اداره په افغانستان کې بنسټيزې اقتصادي پروژې تخريبوي.
نيويارک ټايمز ورځپاڼې په دې وروستيو کې يوه مقاله خپره کړې او تور يې لګولى، چې د کرزي کورنۍ په کندهار ښار کې د عينو مېنې ښارګوټي لپاره ځمکه له دفاع وزارت څخه غصب کړې ده.
نوموړي زياته کړه: ((امريکايۍ ورځپاڼې نيويارک ټايمز ولې په دې اړه چې موږ د عينو مېنې لپاره ځمکه څنګه اخيستې، زما څخه پوښتنه نه کوي، ولې يې په دې اړه د کندهار ولايت مقام او د کندهار د ښاروالۍ نظر نه دى اخيستى.))
د نوموړي په وينا، نيويارک ټايمز غواړي په دغه راز تورونو سره د هېواد هغه بنسټيزې پروژې تخريب کړي، چې د ټول هېواد بنسټ ورباندې ولاړ دى.
دى وايي، د عينو مېنې په پروژه کې د هغو د کورنۍ ونډه ٤٠ سلنه ده او په دې پروژه کې ٦٠ سلنه ونډه د نورو ملي سوداګرو ده.
محمود کرزي وويل: ((د عينو مېنې په پروژه کې د ٢٠زره په شاوخوا کې وګړي په مستقيمه او غير مستقيمه توګه ونډه لري، دلته هغه کسان چې پخوا يې سخت ژوند درلود اوس د اوسېدو لپاره کورونه لري او دغلته يې پراخه پانګونه کړې، دغه راز ټولو تعليمي ادارو ته مو په عينو مېنه کې ځمکې ورکړې.))
نوموړي پر نيويارک ټايمز ورځپاڼې تور پورې کړى، چې په افغانستان کې د فساد د تقويې لپاره کار کوي او يوه ورځ يې هم د هغو فاسدينو او جنګ سالارانو په اړه کومه مقاله يا راپور خپور نه کړ، چې دلته په جنګي او نورو جرايمو کې ښکېل دي.
د ده په خبره: ((له ټولو ممکنه لارو به له نيويارک ټايمز ادارې څخه پوښتنه کوم، چې هغوى ته ولې فردي حقوق ارزښت نه لري او ولې په ټوله نړۍ کې د هغه نوم بدوي.))
هغه زياته کړه، چې نيويارک ټايمز او دې ته ورته نورې ادارې هڅه کوي، د هېواد د هغو شخصيتونو او کورنيو نوم بد کړي، چې په صداقت د خپل هېواد لپاره خدمت کوي.
نوموړي د هغه پر وژل شوي ورور احمدولي کرزي او قيوم کرزي هم لګول شوي تورونه بې بنسټه وبلل او ويې ويل، چې نيويارک ټايمز او نورو ادارو هېڅکله هم داسې شواهد او اسناد نه دي وړاندې کړي، چې پر دوى لګول شوي تورونه رښتيا ثابت کړي.