کندهار ښار (پژواک ٢٣ غبرګولى ٩١): د ولسمشر کرزي ورور محمود کرزى وايي، چې د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو لپاره د دوى د کورنۍ کانديد قيوم کرزى دى.
محمود کرزي د غبرګولي په ٢٣مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې به د خپل مشر ورور قيوم کرزي ملاتړ کوي او د برياليتوب په صورت کې به هغه د هېواد لپاره يو ښه ولسمشر وي.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آيا ولسمشر کرزى به هم له قيوم کرزي څخه ملاتړ وکړي؟ وويل: ((زه په خپله د قيوم کرزي ملاتړ کوم، هغه نه يوازې د خپلې کورنۍ، بلکې د ټولو هېوادوالو ملاتړ ته اړتيا لري؛ هغه پلان لري، چې د هېواد ټولو ولايتونو ته سفر وکړي او د خلکو باور ترلاسه کړي.))
د نوموړي په وينا، په تېرو ټاکنو کې د پښتنو ترڅنګ د هېواد د شمالي ولايتونو اوسېدونکو هم ولسمشر کرزي ته رايه ورکړه، خلک شخصيتونو او کورنيو ته ګوري او هغه چا ته رايه ورکوي، چې لاسونه يې پر فساد او جنګي جرمونو ککړ نه وي.
دى وايي: ((دغه باور پر قيوم جان باندې شته، د شمال له خلکو سره زما اړيکې له پخوا څخه ډېرې نژدې دي، هغوى هره ورځ ماته زنګ وهي، هغوى غواړي وګوري، چې زما او قيوم جان څخه څوک ولسمشرۍ ته ځان کانديدوي.))
هغه په شمال کې له قيوم کرزي څخه د ملاتړ په برخه کې د کوم شخص يا ګوند نوم ياد نه کړ، خو ويې ويل، چې په هېواد کې ګوندونه ډېر کمزوري دي.
قيوم کرزى، چې د ولسي جرګې د لومړۍ دورې پر مهال د کندهار د خلکو استازى و، ډېر مهال د ولسي جرګې غونډو او مجلسونو ته نه حاضرېده، چې وروسته يې استعفا ورکړه.
نوموړي په دې اړه وويل: ((د دې پوښتنې ځواب بايد خپله قيوم کرزى ووايي، خو هغه د پارلمان په اړه ځينې ستونزې لرلې، چې له امله يې استعفا ورکړه، د قيوم جان د کرکټر او کارونو په اړه به په هېواد کې دننه او بهر بحثونه وشي، خو زه فکر نه کوم، چې دا دې خلکو ته لويه اندېښنه وي.))
محمود کرزي د مرکې په لړ کې د نيويارک ټايمز ورځپاڼې له لوري پر هغه لګول شوي تورونه بې بنسټه وبلل او ويې ويل، چې دا د دوى د کورنۍ پر وړاندې سياسي دسيسه ده.
نيويارک ټايمز ورځپاڼې په دې وروستيو کې يوه مقاله خپره کړې، چې په هغې کې يې د کرزي د کورنۍ ترمنځ له اختلافاتو، د عينو مېنې د ځمکې له غصب او کابل بانک له موضوع څخه پرده پورته کړې ده.
هغه په دې اړه وويل: ((د نيويارک ټايمز ورځپاڼې مسوولين چپي افراطي ډيموکراتان دي، هغوى په افغانستان کې له ترورېزم سره د امريکا د جګړې مخالفت کوي، نو ځکه غواړي دغه ټوله پروسه بدنامه کړي، غواړي د کرزي کورنۍ بدنامه کړي؛ ځکه دغه کورنۍ د افغانستان د مسئلې په راس کې ده.))
د هغه په وينا، هېواد له غاصبينو او نورو جنايتکارانو ډک دى، خو دغه اداره هېڅ لېوالتيا نه لري، چې د هغوى په اړه دې يوه جمله هم وليکي.
نوموړي له شاه ولي کرزي سره د خپلو اختلافاتو په اړه وويل: ((زما او د شاه ولي کرزي تر منځ د عينو مېنې د ادارې او منجمنټ په اړه اختلافات موجود وو، چې اوس هواره شوې ده.))
نوموړي زياته کړه، چې د عينو مېنې اداري کارونه دى په خپله مخ ته وړي او دا موضوع سوداګريزه ده او په سوداګرۍ کې ورته ستونزې رامنځ ته کېږي.
هغه د عينو مېنې د ځمکې د غصب په اړه د نيويارک ټايمز تورونه رد کړل او زياته يې کړه، چې دغه ځمکه کندهار ښاروالۍ په شرعي قواله هغوى ته ورکړې.
د محمود کرزي په خبره، د هېواد د نورو ولايتونو په څېر په کندهار ولايت کې دفاع وزارت ته د هغوى د تاسيساتو لپاره له ښار څخه بهر ځمکه ورکړل شوې، چې په بدل کې يې دفاع وزارت دغه ځمکه کندهار ښاروالۍ ته سپارلې ده.
کرزي د کابل بانک د موضوع په اړه وويل، چې په ټوله نړۍ کې بانکونه سقوط شول، خو هېچا هم پر سهم لرونکو اعتراض و نه کړ.
هغه وويل: ((له کابل بانک څخه شېرخان ٤ سوه ميليونه ډالر يووړل او په ښکاره وايي، چې زه يې بېرته نه ورکوم، د هغه په اړه څوک هم څه نه وايي، خو ما چې خپلې ټولې قرضې له ټکټانې سره بېرته سپارلې، په پرله پسې توګه تر اعتراضونو لاندې راځم.))
نوموړي د کابل بانک په موضوع کې د دغه بانک او افغانستان بانک مشرتابه، د ماليې وزارت او د بانکونو د څارنې بهرنۍ امريکايي موسسه ګرم وبلل.
د ده په وينا، د ٢١٧ تنو په شاوخوا کې دولتي کسانو له کابل بانک څخه پيسې اخيستې، خو څوک يې نوم هم نه اخلي.
ده وويل: ((له کوم وخت راهيسې، چې کابل بانک حکومت اخيستى، درې مياشتې مخکې ما ته وويل شول، چې ٤٠ ميليونه ډالر يې بايللي دي، د دې ځواب به څوک وايي، حکومت چې هر څه کوي، هېڅوک نشته چې پوښتنه يې وکړي.))
هغه پر مرکزي ادارې نيوکه وکړه، چې په خپله ولسمشر کرزى په اقتصادي مسايلو کې تجربه نه لري او د هغه شاوخوا کسان داسې مشورې ورکوي، چې هغوى خپل اغراض لري.
د ده په خبره، ولسمشر په تېرو ١٣ کلونو کې و نه توانېد، چې د ځان لپاره داسې اقتصادي مشاورين پر دندو وګوماري، چې وزيران نه وي؛ ځکه يو شمېر وزيران په فساد کې لاس لري.