ژبه

کندهار ښار ( پژواک ٢٧ غبرګولى ٩١ ) : د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د ماين ديوې چاودنې له امله يو ملکي وګړى ووژل شو او لس تنه ټپيان شول .

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول او د والي وياند جاوېد فيصل د غبرګولي په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې دا چاودنه پرون د معروف ولسوالۍ په بازار کې شوې ده.

هغه زياته کړه ،چې چاودېدونکي توکي په يوه موټرسايکل ځاى پر ځاى شوي وو او د ريموټ کنټرول په وسيله ورته چاودنه ورکړل شوې ده.

فيصل وايي ، چې ددې چاودنې له امله يو سپين ږيرى وژل شوى او د څلورو ماشومانو په ګډون ١٠ تنه نور عام وګړي ټپيان دي.

د نوموړي په وينا، د چاودنې پر مهال هېڅ  کورني او بهرني سرتيري او يا هم دولتي کارکوونکيو شتون نه درلود.

ددې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

ورته موضوع