ژبه

سرچينه: په ژيړۍ ولسوالۍ کې پوليسو دريو بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده

 کندهار ( پژواک ۲۹ غبرګولی ۹۱ ) : د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي، په ژيړۍ ولسوالۍ کې پوليسو پر بهرنيو سرتېرو ډزې کړې او يو بهرنى سرتېرى يې ټپي کړى، خو ځينې سرچينې په دغه بريد کې د دوو بهرنيو سرتېرو د وژل کېدو او يوه د ټپي کېدو خبره کوي.

په کندهار کې د ملي پوليسو د ٤٠٤ ميوند زون قومندان جنرال سالم احساس پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه دوې بجې ملي پوليسو د ژيړې ولسوالۍ په سنځري سيمه کې د ګزمې پر مهال په غلط فهمۍ سره پر بهرنيو سرتېرو ډزې کړې، چې په دغه پېښه کې يو بهرنى سرتېرى ټپي شوى دى.

هغه زياته کړه، بريد کوونکي پوليس له وېرې تښتېدلي، خو د هغوى د نيول کېدو هڅې پيل شوې دي.

د نوموړي په وينا، د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې، خو د هغوى لومړني معلومات ښيي، چې په دې پېښه کې وسله وال طالبان لاس نه لري او د غلط فهمۍ پر بنسټ رامنځته شوې ده.

خو د ژيړۍ ولسوالۍ د سنځري سيمې يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه دريو تنو پوليسو د ګزمې پر مهال د بهرنيو ځواکونو پر ګزمې ډزې وکړې، چې په پايله کې يې دوه بهرني سرتېري ووژل شول او يو ټپي شو.

دغه سرچينه وايي، دغه پوليس په سيمه کې د شراف الدين په نوم سيمه ييز قومندان پورې تړاو لري، چې تر  پېښې وروسته تښتېدلي دي.

سرچينې دا رد کړه، چې تښتېدليو پوليسو دې وسله والو مخالفنيو ته پناه وړې وې.

په همدې ترڅ کې د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ادعا کړې، چې دريو نفوذي پوليسو پر بهرنيو سرتېرو وسله وال بريد کړى او پنځه بهرنيان يې وژلي دي.

هغه وايي، چې دغو درې تنه پوليس تر پېښې وروسته له خپلو دريو ميلو وسلو سره يو ځاى د طالبانو له ليکو سره يو ځاى شوي دي.

په خپله ايساف ځواکونو هم منلې، چې په ژيړۍ کې د هغوى پر ځواکونو وسله وال بريد شوى، خو په اړه يې څرګند جزيات نه دي ورکړي.

په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د افغان سرتېرو له خوا پر بهرنيو هغو د وسله والو بريدونو دغه راز پېښې زياتې شوې، چې وخت په وخت يې د مسوولينو اندېښنې را پارولې دي.

ورته موضوع