کندهار ښار (پژواک ٣٠ غبرګولى ٩١): د کندهار په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې هم ډله ييز ځانمرګى بريد شوى دى.
د شاه وليکوت ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل پاچا د غبرګولي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد نن سهار وخته درې نيمې بجې وشو.
هغه زياته کړه، چې اوو وسلوالو ځانمرګو بريد کوونکي د شاه وليکوټ ولسوالۍ له دهلې بند سره نږدې د امريکايي ځواکونو پر يوه پوځي قرارګاه ډله ييز بريدونه وکړل.
د نوموړي په وينا، له دغه بريد سره سم نښته پيل شوه، چې په پايله کې يې لس امريکايي سرتېري ټپي شوي او اووه واړه بريد کوونکي هم وژل شوي دي.
د شاه وليکوټ امنيه قوماندان وايي، چې د بريد کوونکو مړي اوس هم په سيمه کې پراته دي.
خو د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل په دې پېښه کې د بهرنيو سرتېرو ټپي کېدل ردوي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې يواځې يو بهرنى قراردادي چې لومړى سخت ټپي شوى و، وروسته يې ساه ورکړې ده.
په کابل کې دا يساف مطبوعاتي دفتر هم مني چې په دغو بريدونو کې اوه وسلوال بريد کوونکي وژل شوي دي.
خو سرچينې د خپلو سرتېرو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنه کړل.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې يو شمېر طالبانو په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې د امريکايي سرتېرو پر مرکز ډله ييز بريدونه کړي دي.
هغه زياته کړه، چې په دغو بريدونو کې ګڼ شمېر امريکايي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې په څلورو چورلکو کې يې له سيمې ولېږدول.
په شاه وليکوټ کې دغه بريد په داسې حال کې شوى، چې هم مهاله نن سهار وخته په کندهار ښار کې هم ډله ييز بريد شوى و، چې له امله يې درې پوليس ووژل شول، شپږ ټپيان دي او څلور بريد کوونکي ووژل شول.