کندهار ( پژواک د چنګاښ لومړۍ ٩١ ) : د کندهار ولايت د امنيت آمر وايي،چې په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر اډه بريد کوونکي ٧ واړه د پاکستان د پنجاب ايالت اوسېدونکي وو، چې جسدونه يې له هغوى سره پاتې دي.
د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال رحمت الله اطرافي دغه څرګندونې نن د ولايت مقام له رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کې اوونيز امنيتي خبري کنفرانس ته وکړې.
اطرافي وويل، دوه ورځې وړاندې وسلوالو مخالفينو د کندهار په زاړه ښار او د شاوليکوټ ولسوالۍ د دهلې له بند سره د بهرنيو او افغان ځواکونو پر ګډو قرار ګاوو وسلوال بريدونه وکړل، چې ١١ واړه بريد کوونکي پکې ووژل شول.
هغه زياته کړه، په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د امريکايانو پر اډه په شوي بريد کې ٧ تنو وسلوالو ځانمرګو برخه لرله، چې ټول د پاکستان د پنجاب ايالت اوسېدونکي دي.
دى وايي: ((د وژل شويو ٧ واړو بريد کوونکو جسدونه له پوليسو سره دي او دا ښيي، چې ټول پنجابيان دي.))
که څه هم نوموړي د دغه وسلوال بريد د تلفاتو په اړه معلومات ور نه کړل، خو هغه مهال د شاوليکوټ امنيه قوماندان مل پاسوال پاچا پژواک ته ويلي و، چې په دغه بريد کې ١٠ بهرني سرتېري ټپيان شوي او يو شمېر کارځايونه يې سوځېدلي دي.
د ده په خبره، د کندهار د زاړه ښار په سيمه کې ٤ وسلوالو د پوليسو له يونيفورم څخه په استفاده د پوليسو او بهرنيو سرتېرو پر ګډ مرکز بريد کړى و، چې د بريد کوونکو تر څنګ پکې ٣ پوليس ووژل شول او ٧ تنه نور ټپيان شول.
هغه دا رد کړه، چې ګواکې بريد کوونکي دغه مرکز ته په ننوتو بريالي شوي؛ بلکې ويې ويل، چې هغوى د دغه مرکز په قراه ول کې د پوليسو لخوا ووژل شول.
د امنيت آمر د دې پوښتنې په ځواب کې، چې تر څه مودې نسبي ارامۍ وروسته ولې يو ځل بيا په کندهار کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې، وويل: ((دا ساده جګړه نه ده، موږ خپل تدابير لرو، تاسو وليدل، چې په شاوليکوټ ولسوالۍ کې ٧ واړه بريد کوونکي پنجابيان وو.))
هغه وويل، روانه اوونۍ يې په کندهار ښار او ولسواليو کې ٧ ګډ او ٥ ځانګړي عمليات، ١٧٦ کمينونه او ١٢١ ګزمې تر سره کړي، چې په پايله کې يې ١٤ وسلوال مخالفين وژل شوي او ٩ ژوندي نيول شوي دي.
نوموړي دغه راز د جنايي پېښو په تړاو هم د ٨ تنو د نيول کېدو خبر ورکړ او ويې ويل، چې ٦ تنه نور يې د يوې اندازې نشه يي توکو په تور نيولي دي، چې دوسيې يې څارانوالۍ ته سپارل شوې دي.
اطرافي وويل، په دغو علمياتو کې ګڼ شمېر ماينونه، وسلې او مهمات هم نيول شوي دي.