کندهار (پژواک ٨ چنګاښ ٩١): د کندهار ولايت د ملي امنيت منسوبينو د ماين د چاودنو او وسلوالو مخالفينو ته د وسلو د لېږد په تور څلور تنه ونيول.
دغه کسان په کندهار ښار او ولسواليو کې د جلا جلا عملياتو پر مهال نيول شوي، چې نن خبريالانو ته وښودل شول او پر خپلو جرمونو يې اعتراف کاوه.
د کندهار د ملي امنيت سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نيول شوي ملا نعمت الله د معروف، عطاء جان او عمر جان د پنجوايي او عبدالکريم د ميوند ولسواليو اوسېدونکي دي.
د ملا نعمت الله په نوم د معروف ولسوالۍ اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، چې د دې ولسوالۍ د شېر علي کلي ملا امام دى او دوه کاله وړاندې د وسلوالو مخالفينو د يوه قوماندان ملا شراف الدين له خوا د حکومت ضد کړنو ته وهڅول شو.
هغه زياته کړه، يوه اوونۍ وړاندې يې د معروف ولسوالۍ په بازار کې د يوه هوټل مخې ته د موټرسايکل بم چاودنه وکړه، چې په کې ٤ ملکي وګړي ووژل شول او ٧ نور ټپيان شول.
دى وايي: ((ملا شراف الدين راته زنګ وواهه، چې د ملا عبدالله په نوم يو کس د چاودېدونکو توکو ډک موټر سايکل درولى او ته به ورته د هوټل په مخ کې چاودنه ورکړې، ځکه هلته دولتي کسان کښېني، ما موټر سايکل د هوټل په مخ کې ودراوه او په دوه سوه مترۍ کې مې د ريمونټ په وسيله چاودنه ورکړه.))
د نوموړي په وينا، دا کار يې له مجبورۍ کړى او که يې دا کار نه واى کړى، نو د طالبانو له خوا به ورته ستونزې جوړې شوې واى.
هغه وويل، تر دې پېښې وروسته په خپل جومات کې د ملي امنيت د منسوبينو له خوا ونيول شو.
د نيول شوو له ډلې عطاء جان، عبدالکريم او عمر جان په خپلو اعترافاتو کې وويل، چې په بېلابېلو وختونو کې يې وسلوالو طالبانو ته وسلې لېږدولې او د ماين چاودنې يې کړې دي.
د ملي امنيت سرچينې وويل، چې له نيول شوو سره ٣٢ د راکټ مرمۍ، ١٧٠ د دهشکې مرمۍ، ٣ د دوه اتيا ملي متري توپ مرمۍ، ١ کلاشينکوف او يو ماين هم نيول شوي دي.
ملي امنيت تر دې وړاندې هم په کندهار ښار او ولسواليو کې له وسلوالو مخالفينو سره د تړاو په تور لسګونه کسان نيولي دي.