ژبه

په کندهار کې د واک لېږد خلک او چارواکي اندېښمن کړي

کندهار (پژواک ٢٧ چنګاښ ٩١): د کندهار يو شمېر اوسېدونکي، قومي مشران او چارواکي وايي، افغان ځواکونه هومره وړتيا او وسايل نه لري، چې په يواځې ځان امنيتي چارې سمبال کړي.

ټاکل شوې سبا د چنګاښ په ٢٨مه د کندهار ښار په ګډون د يو شمېر ولسواليو امنيتي چارې له بهرنيو ځواکونو افغان ځواکونو ته ولېږدول شي.

په کندهار ولايت کې د واک لېږد په داسې حال کې ترسره کېږي، چې په دې وروستيو کې په کندهار ښار او ولسواليو کې د وسلوالو مخالفينو بريدونو زور اخيستى او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.

چارواکي وايي، د واک د لېږد په پروسه کې کندهار ښار، ډنډ، دامان او ارغنداب ولسوالۍ شاملې دي.

که څه هم ډنډ او دامان ولسوالۍ په نسبي توګه د کندهار له با امنو ولسواليو څخه ګڼل کېږي، خو ارغنداب هغه ولسوالۍ ده، چې مخکې په کې د وسلوالو مخالفينو فعاليتونه ډېر زيات وو.

دغه په باغونو پوښلې ولسوالۍ د کندهار ښار شمال لوري ته د شاوخوا ١٤ کيلومتره په واټن کې پرته ده.

د ارغنداب ولسوال حاجي شاه محمد احمدي وايي، په اوسني حال کې شرايط برابر نه دي، چې امنيتي چارې دې له بهرنيو هغو څخه افغان ځواکونو ته ولېږدول شي.

هغه زياته کړه: ((د ارغنداب امنيتي وضعيت د کندهار ښار پر امنيت مستقيم اغېز لري، دغه ولسوالۍ هم د حکومت لپاره او هم د وسلوالو مخالفينو لپاره ډېره مهمه ده، هغوى غواړي دغلته امنيت ګډوډ کړي.))

د نوموړي په وينا، که څه هم افغان ځواکونه شپه او ورځ د امنيت ساتنې لپاره زيار باسي او ډېره قرباني ورکوي، خو هغوى د بهرنيو ځواکونو په څېر وسلې او تجهيزات نه لري، چې په بشپړه توګه د مخالفينو د فعاليتونو مخه ونيسي.

دى وايي: ((په ارغنداب ولسوالۍ کې تر ټولو لويه ننګونه د سړک غاړې د ماينونه ده، چې وسلوال مخالفين يې د شپې له پلوه ځاى پر ځاى کوي او بهرني ځواکونه يې ډېر مهال د خپلې ټکنالوجۍ او وسايلو پر مټ کشف او له منځه وړي.))

ولسوال زياتوي، په دې اړه يې خپلې اندېښنې له ولايتي او مرکزي چارواکو سره شريکې کړې، خو دا چې دغه تصميم په لوړه کچه نيول شوى، نو کوم ډاډمن ځواب يې نه دى تر لاسه کړى.

قومي مشر او د کندهار ولايتي شورا غړى حاجي اغا لالى دستګيري بيا په تدريجي توګه د واک له لېږد سره موافق دى، خو وايي لومړى ګام بايد په ډېر احتياط سره واخيستل شي.

دستګيري پژواک اژانس ته وويل: ((موږ مجبور يو چې د واک لېږد ومنو، که نن نه وي نو دا کار سبا کېدونکى دى.))

هغه زياته کړه، په پيل کې بايد د هغو سيمو واک افغان ځواکونو ته وسپارل شي، چې امنيت يې د نورو په پرتله ډاډمن دى او دغه چاره دې په راتلونکې کې کرار کرار نورو سيمو ته هم وغځوله شي.

نوموړي د واک د لېږد په اړه د خلکو د اندېښنو په اړه وويل، که بهرنيان وي او که نه وي، نو وسلوال مخالفين به خپل بريدونه کوي او هغوى اړ دي، چې دا هر څه وزغمي.

د کندهار يو بل قومي مشر حاجي عيسى محمد وايي، چې کندهار له ګاونډي هېواد پاکستان سره اوږده پوله لري، که افغان ځواکونه ښه اکمال او تجهيز او دغه پوله وساتل شي، نو د واک لېږد ښې پايلې لرلى شي.

د هغه په باور د کندهار په يو شمېر سيمو کې به د واک د لېږد له پروسې سره په عامو خلکو کې د بهرنيو ځواکونو پر وړاندې د شته حساسيت کچه را ټيټه او په تدريجي توګه به امنيت او ثبات ته لاره هواره شي.

خو د کندهار ښار او ولسواليو يو شمېر اوسېدونکي د واک لېږد اندېښمن کړي او وايي، چې لا هم افغان ځواکونه د دې جوګه نه دي، چې په يوازي توګه د هغوى امنيت خوندي کړي.

د کندهار ښار د دوراهۍ سيمې يوه اوسېدونکي حاجي اغا ګل پژواک خبري اژانس ته وويل: ((اوس لا ډېر وختي دى، چې په دغه ولايت کې دې امنيتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.))

هغه زياته کړه، د افغان ځواکونو شمېر لږ دى، هغوى په پوره توګه اکمال او تجهيز شوي نه دي، د بهرنيو ځواکونو په څېر کافي وسايل او وسلې نه لري او نه شي کولى د مخالفينو د ګواښونو مخنيوى وکړي.

نوموړى په دې باور دى، چې د واک د لېږد له پروسې سره به اوسنى شته امنيت ګډوډ شي.

د کندهار ښار د ميرويس مېنې يو بل اوسېدونکى عزيزاحمد وايي، کندهار مخکې هم د وسلوالو طالبانو لوى مرکز و او اوس يې هم دغلته د نورو سيمو په پرتله فعاليتونه ډېر محسوس دي.

دى وايي، تر هغه مهاله دې په دغه ولايت کې امنيتي چارې افغان ځواکونو ته نه سپارل کېږي، ترڅو چې د افغان ځواکونو شمېر زيات شوى نه وي او هغوى ته سمه روزنه او کافي وسلې او امکانات نه وي ورکړل شوي.

خو د کندهار ښار خوجک بابا يو بل اوسېدونکى حاجي همايون بيا په دې خاطر افغان ځواکونو ته د واک لېږد مهم ګڼي، چې ګنې هغوى به د مسووليت احساس وکړي.

هغه پژواک ته وويل: ((تر کومې به زموږ امنيت پردي ساتي او خلک به يې پر وړاندې حساسيت ښيي، ښه دا ده، چې کرار کرار افغان ځواکونو ته واک وسپارل شي، خو په دې شرط، چې هغوى ته کافي وسايل او تجهيزات په واک کې ورکړل شي.))

نوموړى هم په دې باور دى، چې که بهرنيان وي او که نه وي، نو وسلوال مخالفين به خپلو دولت ضد کړنو ته دوام ورکوي.

څه موده وړاندې د کندهار والي پوهنوال ډاکتر توريالي ويسا هم په خپلو څرګندونو کې په ډاګه کړې وه، چې په کندهار کې د واک لېږد ته شرايط برابر نه دي.

په دې وروستيو کې په سوېل کې د عملياتو قومانده هم له ايساف څخه افغان ځواکونو ته وسپارل شوه.

په کندهار کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قومندان جنرال عبدالحميد حميد ويلي و، چې له بهرنيو ځواکونو څخه د عملياتو قومانده تر لاسه کول د هغوى له لورې د واک د لېږد لپاره چمتوالى دى.

د هغه په وينا، د افغان ځواکونو شمېر زيات شوى، ښوونه او روزنه يې چټکه شوې او اوسمهال د دې جوګه دي، چې امنيتي چارې په خپل لاس کې واخلي.

د يادونې ده چې افغان ځواکونو ته د امنيت د چارو د سپارلو پروسه تېر لمريز کال د چنګاښ په مياشت کې پيل شوې وه، تر اوسه يې دوه پړاوونه بشپړ شوي او درېيم پړاو روان دى چې له دغو ټولو پړاوونو سره به د هېواد د ٧٠ سلنه سيمو مسووليت افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

ورته موضوع