کندهار ( پژواک، ٢ زمرى ٩١ ) : د کندهار ولايت په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د ايساف په هوايي بريد کې درې ماين خښوونکي وژل شوي او د سيمه ييزو پوليسو پر پوسته په برېد کې درې وسلوال مخالفين وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د ايساف ځواکونو په هوايي بريد کې درې وسلوال مخالفين د ماينونو د خښولو پر مهال ووژل شول.
هغه زياته کړه، وسلوالو مخالفينو د دغې ولسوالۍ د لوى کارېز په ساحه کې ماينونه خښول، چې له هوا څخه وليدل شول او تر بريد لاندې راغلل.
د نوموړي په وينا، په دغه پېښه کې يواځې ماين خښوونکي وژل شوي او د سيمې خلکو ته هيڅ ډول ځاني او مالي زيان نه دى اوښتى.
دغه راز په دغه ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو او وسلوالو مخالفينو تر منځ وسلواله نښته هم شوې، چې پکې درې وسلوال وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
فيصل وايي، نښته تېره شپه د دغې ولسوالۍ په عالم کلي کې هغه مهال وشوه، چې يوې ډلې وسلوالو د سيمه ييزو پوليسو پر پوسته وسلوال بريد وکړ.
هغه زياته کړه، دغې وسلوالې نښتې يو ساعت دوام وکړ، چې په پايله کې يې درې وسلوال مخالفين ووژل شول او درې نور ټپيان شول، چې د مخالفينو له خوا وړل شوي دي.
تر جګړې وروسته سيمه ييزو پوليسو ته ٤ ميله کلاشينکوفونه، ٥ لاسي بمونه، يوه مخابره، يوه اندازه مرمۍ او باروت د سيمه ييزو پوليسو لاس ته ورغلي دي.
د والي وياند وايي، چې په دغه پېښه کې سيمه ييزو پوليسو او د سيمې اوسېدونکو ته کوم مالي او ځاني زيان نه دى اوښتى.
وسلوالو طالبانو تر دې مهاله د يادې شوې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.