ژبه

د کندهار د مرکز او لرې پرتو سيمو تر منځ دې د تګ راتګ امکانات ډېر شي

کندهار (پژواک ۴ زمری ۹۱ ) : د کندهار والي په مشرۍ اوونيزې امنيتي غونډې د کندهار ښار او لېرې پرتو سيمو تر منځ د تګ راتګ د امکاناتو د ډېرولو او له ماينونو څخه د لارو د پاکولو پرېکړه وکړه.

 

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د زمري په ۴مه،پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ننۍ اوونيزه امنيتي غونډه کې د والي تر څنګ کورنيو او بهرنيو امنيتي چارواکو او د اړوندو ادارو مسوولينو برخه لرله.

 

هغه زياته کړه، په دغه غونډه کې د لېرې پرتو سيمو او کندهار ښار تر منځ د غځېدلو لارو پر پاکولو، د سيمه ييزو پوليسو پر ځواکمنولو او د کندهار پر امنيتي وضعيت خبرې وشوې.

 

د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا غونډې ته وويل، د دغه ولايت تر شمالي او شرقي ولسواليو غځېدلې ډېرې لارې د وسله والو مخالفينو له لورې په ماينونو پوښل شوي او خلک يې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.

 

هغه امنيتي ارګانونو ته سپارښتنه وکړه، چې د مخالفينو له لورې تړل شوې لارې له ماينونو پاکې او د خلکو پر مخ بيرته پرانيزي.

 

ده وويل: ((د شمالي او شرقي ولسواليو اوسېدونکي له سختو ستونزو سره مخ دي، د هغوى د ولسواليو لارې د مخالفينو له خوا په ماينونو پوښل شوي، امنيتي ځواکونه بايد په لنډ وخت کې يو جامع پلان جوړ کړي، تر څو لارې له ماينونو پاکې او د تګ راتګ امکانت پراخ شي.))

 

د نوموړي په خبره، په دغه پلان کې دې د کورنيو محصولاتو د لېږد لپاره هم اسانتياوې برابرې شي، تر څو خلک وکولى شي خپل ځايي توليدات مېوه او نور تر مارکېټونو ورسوي.

 

په ننۍ اوونيزه امنيتي غونډه کې د سيمه ييزو پوليسو پر ځواکمنولو هم خبرې وشوې او برخوالو غوښتنه وکړه، چې سيمه ييز پوليس دې لا ډېر اکمال او تجهيز شي.

 

والي وويل، په کندهار کې د پوليسو د زون قومنداني دې وخت په وخت له مرکز سره اړيکې ونيسي، تر څو سيمه ييزو پوليسو ته ډېر امکانات ورکړل شي.

 

هغه زياته کړه: ((د وسله والو مخالفينو د ځپلو او شړلو يوازينۍ قوه همدا محلي پوليس دي، چې بايد پاملرنه ورته ډېره شي.))

 

په دغه غونډه کې دغه راز يادونه وشوه، چې د کندهار ښار د امنيت په موخه دې نور امنيتي ګامونه هم واخيستل شي، تر څو خلک په ارامه خپل ژوند وکړي.