کندهارښار (پژواک ٥ زمرى ٩١): د کندهار والي له پاکستاني قونسل سره دکندهار او کوېټې ترمنځ د بسونو د تګ راتګ پر سر خبرې وکړې او ويې ويل، د بسونو دوه کورني شرکتونه چمتو شوي، څو د مسافرو د لېږ رالېږد چارې پر غاړه واخلي.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د زمري په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا په دې اړه پرون ناوخته په دغه ولايت کې د پاکستان له قونسل فرمان الله يوسفزي سره وليدل.
هغه زياته کړه، دغه ليدنه، چې په ولايت مقام کې ترسره شوه، د کندهار د والي او د پاکستان د قونسل ترڅنګ امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق، د ترانسپورټ رييس نجيب الله احمدي، د بهرنيو چارو رييس او د پاکستان د قونسلګرۍ يو شمېر اداري کارکوونکو ګډون کړى و.
د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د دغې ليدنې پر مهال وويل، د کندهار او کوېټې ترمنځ د بسونو تګ راتګ د پولې د دواړو غاړو د ولسونو او قومونو لپاره يوه اساسي پروژه ده، چې بايد ډېر ژر پيل شي.
هغه زياته کړه: ((افغان لورى هم په سيمه ييزه او هم په مرکزي کچه د دغو داوړو ښارونو (کوېټه او کندهار) ترمنځ د بسونو تګ راتګ ته چمتووالى لري او له پاکستاني لوري هم غوښتنه کوي، چې په خپله برخه کې اړوند کارونه ترسره کړي.))
نوموړي دغه راز غوښتنه وکړه، چې د بسونو ترڅنګ دې د پاکستان دولتي هوايي شرکت (PIA) هم له کندهار ولايت څخه دغه هېواد ته الوتنې پيل کړې، ترڅو مسافرو ته د تګ راتګ اسانتياوې ډېرې شي.
ده وويل، له کندهار څخه دا مهال هره اوونۍ هندوستان هېواد ته الوتنې کېږي، که پاکستان هم ورته لړۍ پيل کړي، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ به سوداګري ډېره وده وکړي.
ويسا د دغې ليدنې په لړ کې د تحصيلي بورسونو په اړه هم خبرې وکړې او زياته يې کړه، هغه بورسونه چې کندهاري زده کوونکو ته ورکول کېږي، چارې يې بايد د پوهنې رياست له لورې ترسره شي او په کې دې له هر راز اړيکو او واسطو مخنيوى وشي.
د دغې ليدنې پر مهال د کندهار د ټرانسپورټ رييس نجيب الله احمدي وويل، له اړوند وزارت سره يې د دغه ولايت او کوېټې ترمنځ د بسونو پر تګ راتګ خبرې کړي او په کندهار کې د بسونو دوه شرکتونه چمتو شوي، څو د مسافرو لېږد رالېږد پر غاړه واخلي.
هغه زياته کړه: ((د بسونو لپاره يې د نړيوال لايسنس لرونکي چلوونکي موندلي او چمتو دي، چې دغه چاره ډېر ژر پيل کړي.))
په کندهار کې د پاکستان جنرال قونسل فرمان الله يوسفزي هم په دې برخه کې چمتووالى وښود، خو ويې ويل: ((موږ په خپل هېواد کې هم په دې اړه خبرې کړي، د موټرونو يو شرکت مو پيدا کړى، چې د مسافرو د لېږد رالېږد چارې ترسره کړي، خو مسافرو ته د وېزې ورکړه او ګمرکي محصولات هغه موضوعات دي، چې بايد ورباندې بحث وشي.))
هغه زياته کړه، چې د دې ترڅنګ د دغو بسونو د امنيت ساتلو لپاره بايد يو لړ اقدامات وشي او دغه راز دا هم په ډاګه شي، چې دغه بسونه هره ورځ تګ راتګ وکړي او که نه ځانګړې ورځې ورته په پام کې ونيول شي.
د کندهار او کوېټې ترمنځ په داسې حال کې د بسونو د تګ راتګ خبرې کېږي، چې څه موده وړاندې په کندهار کې د پاکستان د قونسلګرۍ مشر د دغه ولايت او کوېټې ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ د غځولو خبر هم ورکړى و.
د پاکستان جنرل قونسل فرمان الله يوسفزي هغه مهال ويلي و، چې په مرکز کابل کې د پاکستان او افغانستان د چارواکو تر منځ په لوړه کچه خبرې شوي او په دې سلا شوي، چې د بلوچستان ايالت د کوېټې ښار او کندهار ترمنځ د رېل پټلۍ وغځول شي.
د کندهار او د پاکستان د بلوچستان ايالت د کوېټې تر منځ هره ورځ په زرګونو افغانان د بېلابېلو کارونو لکه سوداګرۍ، درملنې، سياحت، زده کړې او نورو چارو لپاره تګ راتګ کوي، بل خوا هره ورځ په سلګونو پاکستاني وګړي هم کندهار ښار ته د کار او روزګار لپاره راځي.
د دغه ولايت اوسېدونکي وايي، که د دواړو ښارونو ترمنځ د تګ راتګ اسانتياوې ډېرې شي، نو له يوې خوا به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري نوره هم وغوړېږي او له بله پلوه به مسافر هم د لارې پر سر له اوسنيو ستونزو خلاص شي.
کوېټه له کندهار ښار څخه شاوخوا ٢٤٠ کيلومتره واټن لري، چې د پولې هغې غاړې ته يې د سړک ډېره برخه خرابه شوې او له څو کلونو تېرېدو سربېره نه ده جوړه شوې.
دا په داسې حال کې چې له تېرو څو کلونو راهيسې د پېښور او جلال اباد ترمنځ د بسونو تګ راتګ دوام لري.