کندهار ( پژواک ٦ زمرى ٩١ ) : د کندهار ولايت د ملي امنيت رياست مسوولينو ١٤٥ ميله بېلابېلې وسلې د ډاياګ پروګرام ته وسپارلې.
دغه وسلې د روان ١٣٩١ لمريز کال د وري د مياشتې راهيسې په کندهار ښار او بېلابېلو ولسواليو کې نيول شوې دي.
د کندهار ولايت مقام د دفتر رئيس ډاکټر پروېز نجيب د وسلو د سپارلو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، په دغو وسلو کې ٩٤ ميله کلاشنکوف، ٣ ميله پيکا ايم، ٣ ميله ار پي جي راکټ او ٤٥ ميله بېلابېلې تومانچې شاملې دي.
هغه زياته کړه دغه اندازه وسلې د ملي امنيت د منسوبينو له خوا په کندهار ښار او ولسواليو کې د عملياتو پر مهال د ناقانونو وسله والو کسانو څخه تر لاسه شوې دي.
نوموړي دا يوه لويه لاسته راوړنه وګڼله او ويې ويل، که دغه ناقانونه وسلې د ناقانونه وسله والو سره پاتې واى، نو د ملکي خلکو پر وړاندې به يو لوى ګواښ واى.
په کندهار کې د ملي دفاع وزارت د بې وسلې کولو د پروګرام ډاياګ مسوول جنرال عبدالقيوم پوپل پژواک اژانس ته وويل، تر لاسه شوې وسلې د ملي دفاع وزارت د اړوندو ادارو لخوا کتل کېږي، سمې وسلې ساتل کېږي او له کاره وتلې زړې وسلې له منځه وړل کېږي.
پوپل زياته کړه، چې تر دې مهاله په سوېلي حوزه کې څه د پاسه ٥ زره ميله بېلابېلې وسلې د ملي دفاع وزارت د بې وسلې کولو پروګرام ډاياګ ته سپارل شوې دي.