کندهار ښار (پژواک ٧ زمرى ٩١): د کندهار په ښورابک ولسوالۍ کې درې ماين خښوونکي هغه مهال ووژل شول، چې غوښتل يې پر عامه لاره ماينونه ځاى پر ځاى کړي.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه درېيو تنو وسلوالو د دغې ولسوالۍ په چوولې کلي کې پر يوه سړک ماينونه خښول، چې پرې چاودېدلي او درې واړه يې وژلي دي.
هغه زياته کړه، پوليسو د پېښې له ځاى څخه ٥ ماينونه، ٢ لاسي بمونه، ١ ميل کلاشينکوف، ١ عراده موټر سايکل او يوه مخابره تر لاسه کړي دي.
د نوموړي په وينا، پر کومه لاره ، چې مخالفينو ماينونه خښول، تل له ګڼې ګوڼې ډکه وي او د دغې ولسوالۍ مرکز له لري پرتو سيمو او کلو سره نښلوي.
په دې وروستيو کې وسلوالو مخالفينو پر لويو لارو د ماينونو خښولو ته زور ورکړى، چې په پايله کې يې د ملکي وګړيو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.
څو ورځې مخکې د کندهار والي امنيتي ارګانونو ته سپارښتنه کړې وه، چې ولسواليو ته عځېدلې لارې له ماينونو پاکې او د تګ راتګ امکانات زيات کړي.