ژبه

کندهار ( پژواک ٩ زمرى ٩١ ) : د کندهار ولايت د ملي امنيت منسوبينو د درېيو پاکستاني وګړيو په ګډون ٥ تنه له وسلوالو مخالفينو سره په تړاو ونيول.

 د ملي امنيت يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل، په نيول شويو کسانو کې د درېيو پاکستانيانو تر څنګ د کندهار د ميرويس روغتون يو کارکوونکى هم شامل دى، چې د وسلوالو مخالفينو د ټپيانو د درملنې مسوول او د وسلوالو بريدونو پر مهال يې طالب قوماندانانو ته د حکومتي تلفاتو په اړه معلومات ورکول.

 نيول شوي کسان د ملي امنيت رياست په ودانۍ کې رسنيو ته وښودل شول، چې په خپلو جرمونو يې اعتراف کاوه.

 د عزيزالله په نوم نيول شوي تن، چې د کندهار  ښار د اوومې ناحيې اوسېدونکى دى، پژواک اژانس ته وويل، چې په ميرويس روغتون کې له تېرو پنځو کالو را هيسې  د غير طبي موادو د معتمد په توګه کار کوي.

 هغه زياته کړه، دغه روغتون ته د نورو تر څنګ، په پټه توګه د وسلوالو مخالفينو ټپيان هم راوړل کېدل، چې ددرملنې پر مهال يې هغه د وسلوالو د قوماندانانو له خوا له هغوى سره همکارۍ ته هڅول شوى دى.

 نوموړي ومنله، چې په تېرو پنځو کلونو کې يې له روغتون څخه د طالبانو د ټپيانو او مړيو وېستلو کې همکاري کړې او په وروستي ځل يې د کندهار ښار د ډله ييزو بريدونو د حکومتي مرګ ژوبلې په اړه په کويټه کې د وسلوالو طالبانو قوماندان ملا اغا جان ته معلومات ورکړل، چې څو ورځې وروسته ونيول شو.

 د عبدالحکيم، حضرت الله او نعمت الله په نومونو درېيو پاکستاني وګړيو پژواک اژانس ته وويل، چې په چمن کې د امان الله په نوم د يوه تن  له خوا په افغانستان کې جهاد کولو ته هڅول شوي دي.

 هغوى ويل، پنجوايي ولسوالۍ ته د وسلو د ټرېننګ لپاره روان وو، چې په لاره کې د ملي امنيت له خوا ونيول شول.

 د ملا عبدالصمد په نوم نيول شوى تن، چې د پنجوايي ولسوالۍ د ناخوني کلي اوسېدونکى دى، وايي ، چې له  تېرو اتو کلونو راهيسې يې د وسلوالو طالبانو په ليکو کې د دولت ضد فعاليتونه کول او د کندهار د محبس په پېښه کې يې هم لاس درلود.

 د نيول شويو کسانو تر څنګ د ملي امنيت منسوبينو په بېلابېلو عملياتو کې ٣ ميله تومانچې، ٦ توغندي، ١ ميل کلاشينکوف او ٥ پټاکۍ هم نيولي دي.

 

ورته موضوع