کندهار ښار (پژواک ١٢ زمرى ٩١): د کندهار امنيتي چارواکي وايي، چې په کندهار ښار او ولسواليو کې يې ٢٠ وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله اړولې او ١٨ نور يې ژوندي نيولي دي.
د دغه ولايت د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي، چې نن (د زمري ١٢مه) يې د ولايت مقام له رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کې اونيزې خبري غونډې ته معلومات ورکول، وويل، دغه شمېر وسلوال په روانه اوونۍ کې وژل شوي او ژوندي نيول شوي دي. هغه زياته کړه، چې پوليسو په دې اونۍ کې په کندهار ښار او ولسواليو کې درې ګډ او څلور ځانګړي عمليات، ٣٢٠ کمينونه او ٢٧٩ ګزمې ترسره کړې، چې د دغو فعاليتونو پر مهال ١٨ وسلوال مخالفين وژل شوي، دوه ټپيان شوي او ١٨ ژوندي ونيول شول. د نوموړي په وينا، د عملياتو پر مهال ٤١ کړۍ ماينونه، ١٩ پټاکۍ، ٢٠٠٠ کيلوګرامه امونيم نايټريټ، ٢ تومانچې، ١١ کلاشينکوفونه، ٢ پيکا ماشيندار، ٢ راکټ، ٤ د راکټ مرمۍ، ٤٠ لاسي بمونه، ٨ شاجورونه، ٢٠ بطرۍ او ١ د چاودېدونکي توکو ډک تراکتور هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي. امنيت امر وايي، حکومتي لوري ته په دغو عملياتو کې زيان نه دى اوښتى، خو يو پوليس افسر په کندهار ښار کې په يو هدفي بريد کې وژل شوى، چې په اړه يې پلټنې لا پاى ته نه ديې رسېدلي. اطرافي د جنايي جرمونو په تړاو هم د ٩ تنو د نيول کېدو خبر ورکړ او ويې ويل، چې له دې ډلې څخه دوه يې د فريبکارۍ، شپږ يې د غلا او يو د انسان تښتونې په تور نيول شوي، چې دوسيې يې اړوندو څارنواليو ته لېږدول شوې دي. هغه دغه راز زياته کړه، چې په دغه اوونۍ کې د نشه يي توکو په تړاو شپږ تنه شکمن هم له ٤٢ ګرامه هيرويينو، ٤٥٥ کيلوګرامه چرسو، ٩٠ کيلوګرامه ترياکو او درې عرادې موټرو سره يو ځاى نيول شوي او تر پلټنو لاندې دي. د امنيت آمر د کندهار ښار امنيت ښه و ارزاوه او ويې ويل، چې د اختر لپاره يې سر له اوسه امنيتي تدابير نيولي، خو له خلکو يې هم په دې برخه کې همکاري وغوښته. ده وويل: ((د اختر په ورځو کې د ډاډمن امنيت په موخه له ملي امنيت، ملي اردو، سرحدي پوليسو، د عامه نظم له پوليسو سره په ګډه امنيتي تدابير نيول شوي دي.)) نوموړي زياته کړه، چې د ښار په ټولو دروازو کې يې ښځينه پوليسې هم ځاى پر ځاى کړې، تر څو خلک په سمه توګه تلاشي او ښار ته د ورانکارو د ننوتلو مخه ونيول شي. وسلوالو طالبانو تر دې مهاله د امنيتي چارواکو د دغو ادعاوو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.