ژبه

کندهارښار ( پژواک ٢٥ زمرى ٩١):په کندهار کې مېشتو امريکايي ځواکونو د هغه ماشوم په نوم روزنتون جوړ کړ، چې يو نيم کال وړاندې يې په يوه ترافيکي پېښه کې وژلى و.

 د ابوبکر په نوم دغه ماشوم، چې څه باندې درې کاله عمر يې درلود؛ يو نيم کال وړاندې د کندهار ښار په چوڼۍ سيمه کې هغه مهال ووژل شو، چې د بهرنيو ځواکونو د کتار له سړک څخه د تېرېدو په حال کې و.

 ابوبکر د لوبو پر مهال له سړک څخه تېرېده، چې د بهرنيو سرتېرو موټر پرې را ورسېد او هغه يې وواهه.

 تر دغې پېښې وروسته امريکايي ځواکونو په دغه سيمه کې د همدې ماشوم په نوم د يوه روزنتون د جوړولو پرېکړه وکړه، چې د رغولو چارې يې په دې وروستيو کې بشپړې شوې.

 د ابوبکر په نوم دغه روزنتون د کندهار ښار د لومړۍ ناحيې په چوڼۍ سيمه کې جوړ شوى، چې نن د کندهار ولايت د مرستيال او ښاروال له خوا پرانيستل شو.

 د کندهار ښاروال محمد عمر “عمر” د روزنتون د پرانيستنې پر مهال وويل، دغه روزنتون د امريکا د پوځ له خوا د ١٣٢ زره امريکايي ډالرو په لګښت د يوه کال په اوږدو کې جوړ شوى دى.

 هغه زياته کړه، دغه روزنتون په ١٤٠٠ متره مربع ځمکه کې جوړ شوى، چې د ښاروالۍ له خوا ورکړل شوې ده.

 د نوموړي په وينا، روزنتون تر هغه وروسته د يوه ماشوم ابوبکر په نوم جوړ شو، چې څه موده وړاندې امريکايي ځواکونو په تېروتنه وواژه.

 د ابوبکر پلار احمد پژواک خبري اژانس ته وويل: ((زوى مې د مړينې پر مهال درې نيم کاله عمر درلود، ډېر ښکلى او زيرک و، د هغه يادونه مې هر وخت دردوي او وړې وړې خبرې يې تل زما په ذهن کې ازانګې کوي، د هغه مړينې يواځې زموږ کورنۍ نه، بلکې ټول ښار دردمن کړ.))

 نوموړي مننه وکړه، چې د ماشوم زوى په نوم يې روزنتون جوړ شوى، چې واړه ماشومان به په کې ښوونه او روزنه ترلاسه کوي.

 دى وايي، په دې توګه به د ابوبکر ياد ژوندى وي، خو نورو ماشومانو ته به دا زمينه برابره شوې وي، چې دغلته د خپل راتلونکي ژوندانه د روښانه کولو په موخه هم زده کړې تر لاسه کړي او هم روزنه.

د يادونې ده، چې د هېواد په نورو سيمو کې هم  تراوسه د ښځو او ماشومانو په ګډون يو شمېر ملکي کسانو ته د ايساف لخوا په ترافيکي پېښو کې مرګ ژوبله اوښتې، خو دا لومړى ځل ده، چې د يوه ماشوم په نوم روزنتون جوړيږي.

ورته موضوع